PSL؛ د راشد خان د ښې توپ اچوونې پر مټ لاهور لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېده

عزم (یکشنبه، د کب ۱۴مه، ۱۴۰۱): د پاکستان د تجارتي سیالیو په ۲۰مه لوبه کې پلې اف پړاو ته د لاهور قلندر لوبډلې رسېدل تائید شول.
یادې لوبډلې پرون له ملتان سلطان لوبډلې سره سیالي وکړه.
لاهور په لومړۍ پاڼۍ کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډې وکړې، چې سم بلنګز پکې ۵۴ او عبدالله شفیقي ۴۸ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
ملتان ته کیرون پولارډ، انورعلي، عباس افریدي او احسان الله ۲، ۲ ویکټې واخیستې.
ملتان سلطان ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او ټولو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې. دوی ته پولارډ د ۳۹ او رضوان د ۳۰ منډو په کولو سره وځلېدل، خو لوبه یې بیا هم په ۲۱ منډو وبایلله.
د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان و، چې ۴ اورونو کې یې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې واخیستې.
لاهور قلندر د دې لوبې په ګټلو سره پلې اف پړاو ته لار وموندله. دوی په ۷ لوبو کې ۶ ګټلې او د پواینټ ټېبل په لومړي سر کې دي.
له لاهور وروسته ملتان سلطان لوبډله ده، چې ۷ لوبو کې یې ۴ ګټلې.
بل لور ته کویټې لوبډلې د ۵ او کراچۍ د ۶ لوبو په بایللو سره نیږدې ټورنامنټ سره خپل سفر پای ته رسولی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button