هند کې ۴۷ پولیس افسران په عمري بند محکوم شوي

عزم : (سه شنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): په هند کې پولیسو ۲۵ کاله وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې ۱۰ سکان له زیات کولو وروسته په سفر ول له یوه بس نه کوز کړي او بیا یې یو ځنګل کې وژلي.
له زیارت کولو وروسته سکانو د اتر پردیش ایالت په لاره سفر کاوه چې پولیسو له بس نه په زوره ښکته کړل.
پولیسو هغه مهال د درواغو ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې وژل شوي سکان وسله وال ترهګر دي .
د انډین اېکسپرېس په یوه راپورکې ویلي، ۴۷ افسران محکمې په عمري بند محکوم کړي خو ۱۰ هغه افسران چې په په مهمو پوستونو کار کوي ، د څېړنې ادارې ترې څېړنې ندي کړي.
محکمې هم د څېړنې اداري څېړنه شفافه نه بولي.
د سکانو د کورنۍ  یوه تن بلوینډر جیټ کاور ، انډین اېکسپرېس ته ویلي ، سم قضاوت ندی شوی مونږ پرې ناراضه یو باید د مرګ سزا ورته ورکړل شوې وی
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button