پوهېږئ چې سږ کال د موبایل کوم اپلکېشن تر ټولو ډیر منل شوی؟

عزم (چهارشنبه ۱۶/۱/۱۴۰۲): دا کوم راز او له عجایبو نه ده چې د ټولنیزو رسنیو زیاتره پلیټ فارمونه لکه میټا، سنیپ چټ او یوټیوب ټیک ټاک ته د یو خطر په سترګه ګوري او هڅه کوي چې رنګ ترې واخلي.
په داسې حال کې چې د یو شمېر هېوادونو عام انټرنیټ استعمالونکي د ټیک ټاک له مخنیوي سره مخ دي؛ اوس تازه په امریکا او څو نورو هېوادونو کې هم پر یاد پروګرام د بندیز لګېدو امکان دی.
خو سره له دې د ټیک ټاک په مقبولیت او منلو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د موبایل پروګرامونو د تجزیې شرکت (ډیټا AI) په یوې نوې څېړنې کې لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ټیک ټاک تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی اپلکېشن دی.
د دې ترڅنګ ټیک ټاک هغه ټولنیزه رسنۍ ده چې په همدې موده کې تر ټولو زیاتې پیسې پرې لګول شوې دي.
په دې برخه کې د ټیک ټاک د ایډيټینګ پروګرام (کیپ کټ) ۵م نمبر دی، چې سنیپ چټ، ټیلیګرام او فیسبوک میسنجر په څير پروګرامونه یې شاته پریښي دي.
له ټیک ټاک وروسته انسټاګرام دوهم، فیسبوک دریم او واټساپ دریم زیات ډاونلوډ شوي اپلکېشنونونه دي.
که خبره د زیات استعمال شي؛ نو فیسبوک تر ټولو ډيره کارول شوې رسنۍ ده. له فیسبوک وروسته واټساپ، انسټاګرام، فیسبوک میسنجر او او ټیک ټاک ډیر استعمال شوي دي.
باید وویل شي چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې ټيک ټاک تر ټولو ډېر ډاونلوډ کېدونکی پروګرام دی، چې د تېر ۲۰۲۲ کال تر پای پورې ۶۷.۲۰ کروړه ځله ډاونلوډ شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button