طنز: د خره غم

د بند دوکان په ژۍ دوه بوډاګان ناست وو او ښه د زړه له اخلاصه یې خندل. په دې وخت کې یو متجسس لاروی تېر شو. دوی یې چې دومره خوشحاله ولیدل؛ نو بېرته ورته را وګرځېده او ترې ویې پوښتل: ولې دومره خاندئ؟
یو بوډا ځواب ورکړ: موږ د هېواد ټولو ستونزو ته د حل دایمي پالیسي جوړه کړې.
ځوان وویل: څه ډول؟
ــ دا چې ټول قوم دې په زندان کې واچول شي او ترڅنګ دې یو خر هم ورسره بندي شي.
لاروی حیران شو، ورو یې وویل: خر ولې ورسره بندي شي؟
دواړو بوډاګانو تېز تېز وخندل او یوه یې بل ته وویل: ما نه درته ویل چې دا خلک هیڅ د خپل قوم او وطن په خاطر غمجن نه دي؛ دوی فقط د یو خره په غم کې دي.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button