د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر بیت المقدس د اسراییلو برید وغانده

عزم(چهارشنبه، وري ۱۶مه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د الاقصی جومات پر بې ګناه لمونځ کوونکو د اسراییلي ځواکونو ظالمانه او نامشروع تېری په کلکو ټکو غندي.
د راپورونو له قوله چې اسراییلي ځواکونه مسجدالاقصی ته په زور دننه شوي چې شاوخوا ۱۰۰ تنه بې ګناه فلسطینیان یې ټپیان کړي او د ۴۰۰ شاوخوا نور یې نیولي دي.
د سه شنبه پر ورځ فلسطینیان په جومات کې ډله ییز مېشت وو چې یهود سختدریځي ورننوتي دي. یهودانو غوښتل چې د الاقصی جومات دننه یوه وزه حلاله کړي او د فصح اختر و لمانځي.
له دې برید سره سم حماس وسله والو له غزې پر اسراییلو څو راکټونه ویشتي دي او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی. بلخوا اسراییلو په ځوابي برید کې د غزې تړانګې شاوخوا سیمې بمبار کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د یاد برید د غندنې برسېره ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مظلومو فلسطینیانو دغه ډول بشر ضد کړنې او د سپیڅلو اماکنو بې حرمتي له نړیوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول، ارزښتونو او مقدساتو ته یې سپکاوی دی.