دکندهار په په ماښامني برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر ماښام ماخوستن ۸ بجې دکندهار ښار دپنځلسمي حوزې دحاجي عرب په سیمه کې دپولیسو پر ماموریت سرتېری برید وشو
طالبانو دبرید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده چې برید ددوی دیوه ملګري له لوري ترسره شو چې په ماموریت کې مېشتو پولیسوته یې درنه مرګ ژوبله اړولې
دقاري یوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي : په برید کې دهمدې ماموریت قومندان (مرویس) په ګډون ۱۹ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
دی زیاتوي چې برید دماموریت دپيره دار په وژلو سره پيل شو او پوره ۳ ساعته یې دوام وکړ
دکندهاردولایت ویاند صمیم ځواک وایي چې بریدګر دوه تنه وو او ماخوستن ۹ بجې یې برید پیل کړ ی وو ځواک دبرید له امله داوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي
جاوید احمد