خوست، امریکايانو په جنازې بمبارې کړې، ۳۴ ولسي وګړي یې شهيدان کړي

دخوست ولایت دعلیشيرو ولسوالۍ په بټۍ تاڼې سیمه کي امریکايي الوتکو دجنازې په مراسيمو بمباري کړې، چي په ترڅ کي يې ۳۴ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
دسیمي خلکو ويلي، چي یو تن سپين ږيری کوچی وفات شوی وو، چي دجنازې مراسیم یې ترسره کیدل، چي امریکايي بې پيلوټه الوتکي هوايي بریدونه پرې کړي دي.
دخوست ولایت چارواکو ویلي، چي یو طالب وژل شوی وو، چي دجنازې په مراسیمو کي يې طالبانو او ولسي وګړو ګډون کړی وو، چي په بمباري کي هم ولسي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دسیمي یوه قومي مشر حاجی رمضان کوچي بیا دچارواکو ادعا ردکړې او ويلې دي، چي په پېښه کي ټول ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
دکوچي په وینا په سیمه کي یو سپين ږیری وفات شوی وو، چي په جنازه کي يې ټولو ولسي وګړو ګډون کړی وو، نوموړي ویلي، چي په سیمه کي نه دطالب نوم شته اونه هم کوم طالب په سیمه کي موجود وو.
دیادوني وړ ده، چي دا لومړی ځل نه دی، چي امریکايي ځواکونه په ولسي وګړو بمباري کوي، بلکه تر دې وړاندي هم دهیواد په بېلابېلو سیمو کي امریکايي پوځیانو په خپلو هوايي بریدونو کي زرګونه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.
عادل خپلواک