هبة الله (دالله تعالی ډالۍ )

لیکوال مولوی صدیق الله مشال
داحادیثوپه ډېروکتابونوکي داحدیث شته :وعن ابي هریرة رضی الله تعلی عنه قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یعجبه الفال الحسن ویکره الطیرة (ابن ماجة )
ترجمه :له حضرت ابوهریرة څخه روایت شوی هغه ویلي حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم به غوره فال خوښاوو اوله بدفالي به یې کرکه کوله ؛له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي فال څه شی دی؟ هغه ځواب ورکړ:کله چي یوپه زړه پوری نوم واورې هغه په ښه نیت اوغوره بخت سره ونیسې ؛حضرت محمدصلی الله علیه وسلم خپله هم نیک شکون کړی کله چي حضرت محمدصلی الله عیله وسلم له ملګروسره عمرې ته روان شو اوپه حدیبیه مقام کی مشرکوقریشوددوی مخه ډب کړه اوپرې یې نښودل چي دبیت الله زیارت ته ولاړشي له اوږده کش مکشه وروسته دمحمدصلی الله عیله وسلم اودمشرکانو ترمنځ دخبرو اترو لړۍ پیل شوه داستازوپه لړ کي دمشرکانو له لوري مکرز بن حفص ورته راغلی کله چي ورته راښکاره شو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل : دامکرز دی اونوموړی سترفاجردی هغه له محمدصلی الله علیه وسلم سره خبري کولې چي سهیل بن عمرو ورپسي راغلی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیک فالي په ډول وویل: (قَدسُهِل لَکُم مِن اَمرِکُم )ترجمه :تاسو ته ستاسو کار اسانه شو .
داوړاندي خبره مي تردي وکړه کله چي حضرت امیرالمومنین رحمة الله علیه په شهادت رسېدلی ووهغه شپه زه په ملتان کي وم اوپه تداوي بوخت وم کله چي له اوازې څخه خبر شوم له یوه خبردار ملګري سره مي اړیکه ونیوله هغه په نیمه پوه کړم چي مشکل شته خپل غم راڅخه هیرشو له یوه پلوه دیو خواخوږي اوکارپوه امیر دفقدان ویر اوله بله پلوه دنوي زعیم دټاکلو اندېښنې دومره په مخه واخستم چي باور وکړئ داودانه دنیاورانه راته ښکارېدله دامیر دشهادت په اړه به مي لازړه ته دځینو سترو اشخاصو دشهادتونو په سوچ کولو سره څه ناڅه ډاډ ورکړ اوپه ذهن کي به مي کله ناکله داخبري ځای ونیو چي له مرګه خونه څوک تښتېدی شي اونه تښتېدلي دي خودنوي زعیم سوچ چي به مي په ذهن کي راوګرځېد په بشپړه نړۍ کي به مي په ذهن کي څوک نه راتلی چي بیادي افغانان پرې متفق شي اوداستړې قافله دي خپل منزل ته ورسوي پرستر غم برسېره دایوداسي ستړی کونکی سوچ وو چي نوربه مي زغم پاته نشو کوښښ به مي کاوو چي داخبره له ذهن څخه لیري کړم دایوه داسي ناکامه هڅه وه لکه سړی چي اوبو اخستی وي او له مجبوري څخه ځګ ته لاس اچوي یادچول تږی چي په سراب ځان اوبه وي دغم شپه وه چي هرڅنګه وه خوسباشوه غرمه په هسپتال کي دډاکترپه انتظارناست وم چي یوه ملګری رساله راولیږله چي په کښي لیکلي وه : طالبانورسماً دمنصورمرحوم شهادت تائیدکړ اوپرځای یې شیخ هبة الله اخوندزاده صاحب دامیرالمومنین، خلیفه سراج الدین حقاني یې معین اول اومولوی محمدیعقوب صاحب یې دوهم معین وټاکی ددې خبر په ترلاسه کولوسره می خندااوژړاسره ګډه شوه دمرحوم منصورصاحب شهادت به زورولم خودشیخ هبة الله اخوندزاده صاحب دزعامت فکرچي به په ذهن کي راوګرځیدیوخوږپیغام به یې راکړ اوداستره خلابه بالکل ډکه راته ښکاره شو ه دهبة الله دنامه په اورېدلوسره به مي کټ مټ هغه تفاول (نیک فالي )زړه ته ودرېدکوم چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دحضرت سهیل په نامه سره کړی وو داخبره مي په ذهن کي پوره راسخه شوه چي رښتیاهم داانتخاب اوغورونه دلوی څښتن جل جلاله له لوري داسي تحفه اوسوغات ده لکه څرنګه چي دده نوم ددې ښکارندویې کوي رښتیاهم الله جل جلاله مشکل کشادی ؛حضرت محمدصلی الله علیه وسلم چي کوم تفاول دسهیل په نامه سره کړی وو هغسي وهم شول دحدیبې دسولي تړون دمکې دسترې فتحي لامل وکرځيده زه هم پوره باورلرم چي داتفاول به کټ مټ هغه ته ورته اودهغسي پایلې لرونکی به وي .
دهبة الله دنامه په اورېدلو سره مي دتفاول په ډول ذهن دقابیل اوهابیل هغې کیسې ته ولاړ کومه چي مفسرینو حضراتو ددې ایت :وَاَتلُ عَلَیهِم نَبَاَابنَی آدَمَ بِالحَقِّ اِذقَرّبَاقُربَانًا …
په تفسیر کي لیکلې ده حضرت امام سیوطي رحمة الله علیه په خپل مقبول اومشهورتفسیر (الدرالمنثور)کي لیکي :کله چي دقابیل له هابیل سره شخړه شوه دحل دپاره یې دالاره وټاکله شوه چي هریوباید قرباني وړاندي کړي دهرچاچي قرباني ومنل شوه هغه حق په جانب دی هرکله چي دواړوخپله خپله قرباني وړاندي کړه اودهابیل قرباني منظوره اودقابیل والامردوده شوه قابیل حق ته تسملیم نه شو بلکه خپل ورور هابیل یې په شهادت ورساوو څرنګه چي داپه دنیاکي لومړنی قتل وو حضرت ادم علی نبیناوعلیه السلام چي پرې خبر شو ډېر زړشینی شو لوی الله جل جلاله دهغه په بدله کي شیث علیه السلام ورکړ چي معنایې ده (هبة الله ) څرنګه چي حضرت ادم علیه السلام ته داسترسوغات په داسي وخت کي ورکړشوچي نوموړي ته ډېرسترغم ورپېښ شوی وو څرنګه چي موږهم کټ مټ په داسي سترغم مبتلاوو لکه حضرت ادم علیه السلام نوموږته راکړل شوی سترسوغات به هم کټ مټ شیث علیه السلام ته ورته وي اولکه شیث علیه السلام چي سترنبي ،دآدم علیه السلام وصی اوولي عهدجوړشو همداسي به حضرت امیرالمومنین شیخ هبة الله اخوندزاده حفظه الله له موږ څخه دعظیم انسان دامارت دمؤسس امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهداودهغه داول خلیفه حضرت امیرالمومنین ملااخترمحمد منصوررحمهما الله تعالی غم راڅخه واخلي اودهغوی دستړې لاري اوږداوستړی مزل به رالنډکړي اوداستړی کاروان به دنجات ساحل ته ورسوي زه خدای جل جلاله ته امیدلرم چي هغه ورځ به ډېرژر په راوویني چي داسلام بیرغ به دشیخ صاحب په امارت کي دغاصبانوپرهربیس ،پوستې اوهردفتر رپاندوي لکه دموتة دغزاامیران چي یوپه بل پسې په شهادت ورسېدل خو وروسته سوبه حضرت خالدبن ولیدترسره کړه درومیانو ستر لښکریې له شرمېدونکي شکست سره مخ کړ موږ داغمونه اوداټاکني کټ مټ همداسي ګڼواوکه الله ته منظوره وي همداسي به شي