په سمنګان کې وسله والو غلو ۳ تنه وژلي

۲

ايبک (عزم ١٤ چنګاښ ٩٣): د سمنګان ولايت چارواکي وايي چې وسله والو غلو د سمنګانو په روى دواب ولسوالۍ کې د سورلۍ پر يو موټر ډزې کړي،چې له امله يې  درې تنه وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د سمنګانو امنيه قوماندان سمونوال محمدباقر مسعود، رسنيو ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د روى دواب ولسوالۍ په چمبرک کوتل کې رامنځته شوې ده.

نوموړي دا هم وويل چې  غلو له موټرچلوونکي غوښتي چې موټر ودروي، خو موټرچلوونکي موټر نه دى درولى او غلو ډزې پرې کړې دي.

هغه وويل چې غله پر موټر تر ډزو وروسته تښتېدلي دي.

د ده په وينا، په پېښه کې وژل شوي دوه تنه د سمنګانو د مرکز ايبک او يو وژل شوى له بل ټپي کس سره د روى دواب اوسېدونکي دي.

سرچينه زياتوي چې دغه کسان په فلاينګ کوچ موټر کې د همدې ولسوالۍ له روهي کلي د جاه کلال سيمې ته روان و چې له پېښې سره مخ شول.

امينه قومندان وايي چې پېښه تر څېړنې لاندې او مجرمين به له نيول کېدو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د وسله والو غلو په شمېر کې زياتوالی راغلی چې له امله يې د هيواد ګڼ شمېر شتمن او سوداګر خلک له ګواښونو او اندېښنو سره مخ دي.

د افغانستان په داخل کې ځينې هغه خلک چې ښې پیسې لرې د هېواد د خراب امنيتي وضعيت له امله غواړي چې له هېواد خپل سر او سرمايه وباسي تر څو يې ژوند خوندي شي.
که څه هم په ځينو سيمو کې غله مخ پټي او د وسله والو طالبانو په لباس کې راووځي او له خپلو پیسې او قيمتي شيان اخلي چې له امله يې ځينې ولسي خلک وسله وال طالبان غله بولي خو طالبانو ډېر ځايه په ځينو ولايتونو کې غله او شوکمار له منځه وړي.

د ۲۰۰۹ کال د مئ د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د خوست په ولايت کې طالبانو هغه دوه تنه غله چې د طالبانو له نوم او جامو نه په ګټې اخيستو يې غلاوې کولې، وژلي او موټر يې ورسوځولی دی .

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي هغه مهال بي بي سي راديو ته ويلي و چې دا دوه تنه سيمه ييز ځوانان د دوى كسانو ځكه وژلي دي چې د وسله طالبانو په نامه يې په سيمه کې غلاوې كولې او لارې يې وهلې.

تېر کال هم طالبانو په کندز کې دوه تنه غله وژلي وو.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!