حکمتيار: طالبانو ته د لومړي دښمن په سترګه ګورو
پېښور (عزم ١٤ چنګاښ ٩٣): ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند غړو ته لارښوونه کړې چې حزب کمونستانو،شورای نظار،او طالبانو ته د لومړي دښمن په سترګه ګوري.ګلبدين حکمتيار ويلي چې طالبان او شورای نظار د دوی دښمنانو د دوی د ځپلو له پاره راپورته کړي.
نوموړي دا هم ويلي چې طالبانواو شورای نظار په هېواد کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.
په هغه پيغام کې چې د حز ب اسلامي رسمي ويب پاڼې خپور کړی دا لارښوونه هم شوې که چېرته طالبان او شورای نظار دواړه په خپل منځ کې په جنګ اخته وو تاسو د يوه هم مرسته مه کوئ او پرېږدئ چې پخپلو کې سره وجنګيږي. په پيغام کې دا هم ويل شوي چې که چېرته کوم طالبان له اسلامي امارت نه بېل شوی او له داعش سره يوځای شوي وي تاسو دهغوی مرسته وکړئ کوم چې له داعش سره يوځای شوي دي.
حکمتيارهغه پخوانۍ او مشهوره اصطلاح(قسم خوړلي دښمان) چې تل يې په اعلاميو او پيغامونو کې د بهرنيو اشغالګرو له پاره کارولې د اځل يې د طالبانو په خلاف هم وکاروله او ويې ويل چې ((طالبان دحزب قسم خوړلي دښمنان دي)).
د حزب او طالبانو ترمنځ اختلافونه شته خو طالبانو تر دې دمه په دومره جرئت سره په حزب اسلامي کوم تور او يا هم په دومره پراخه پيمانه تبلغات نه دي کړي خو دا څوويم ځل دی چې حزب اسلامي د طالبانو په وړاندې خپل تیز موقف له رسنيو سره شريکوي.
د نظر دخاوندانو په وينا داسې ښکاري چې دطالبانو په اړه د حکمتيار وروستی دريځ هغه څه دي چې له امله يې د طالبانو او حزب تر منځ دنورو مشکلاتو او انديښنو د رامنځته کيدو سبب کيږي او له پلوه غواړي چې په دې توګه داعش ته چې لا يې اصليت نه دی مالوم خو په افغانستان کې په خپل سر فعاليت کوي ځان ورته ژمن وښايي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
عبداللطيف نظيف