هاشم رسولي:په هېواد کې دپانګونې انديښنې ډېرېدونکې دي

afghan-money-592x330

کابل (عزم ١٤ چنګاښ ٩٣):د صنایعو او سوداګرۍ خونو د عامه اړیکو مسؤول هاشم رسولي وویل: “د ملي یووالي حکومت د خپل د کار په لړ کې په اقتصادي برخه د پام وړ لږ کار هم نه دي کړی او دا د دې لامل شوی دی ترڅو پانګونې کموالی پيدا کړي”.

هغه زیاته کړه: “د حکومت ژمنې یوزاې د کاغذ په مخ دي او د پیلي کولو لپاره هېڅ پلان په لاس کې نه لري”.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولان په هېواد کې د پانګوالو د ستونزو د نه اوارېدو په اړه خبرداری ورکوي که چېرې حکومت په دې برخه کې هڅه ونه‎کړي نو هېواد به د اقتصادي کړکېچ په لور ولاړ شي.

د کابل د پوهنتون د اقتصاد ښوونکی حسیب موحد،وړاندیز وکړ چې حکومت د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي تر څو پانګوال وکړای شي په سوکالۍ سره پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه: “تر هغې چې د پانګوالو امنیت تأمین نه شي او له هغوی څخه لکه څرنګه چې لازمه ده ملاتړ و نه شي،هېڅ ډول نه حاضرېږي تر څو په هېواد کې پانګونه وکړي”.

د ملي یوالي د حکومت له پیل څخه تر اوسه په ودانیزو،ترانسپورت، صنایعو او کرنې په برخه کې ډېر شمېر پانګونې له ماتې سره مخ شوي دي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!