احمد رشيد: اشرف غني په نظام بشپړ واک نه لري
اسلام اباد(عزم ١٤ چنګاښ ٩٣) يو نوموتي پاکستاني ژورناليست د پاکستان جيو نيوز خصوصي تيلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې ولسمشر غني پر واک بشپړ اختیار نه لري چې له امله يې په نظام کې ګډوډي ورځ تر بلې زياتيږي.
احمد رشيد تېره شپه د دغه هېواد له جيو خصوصي ټلويزيون سره د افغانستان او پاكستان پر وروستيو حالاتو او اړيكو مركه درلوده.
نوموړي وروستۍ وضعې په تېره ډيورنډ كرښې په اوږدو كې وروستي تاوتريخوالي ته په اشارې وويل: ولسمشر غني پر واك بشپړ كنټرول نه لري، ځكه خو د داسې پېښو امكانات هم زيات دي.
احمد رشيد زياته كړه چې اوس حساس وخت دى، پاكستان بايد په ډېر احتياط له نړۍ او د سيمۍ له حالاتو سره مزل اړيکو ته ته دوام وركړي په افغانستان كې بېلا بېل لوري دي چې په واك كې يو ډول رول لري په دې كې پخوانى ولسمشر حامد كرزى هم دى.
احمد رشيد وويل چې پاكستان په افغانستان كې يوازې له هند سره سيالۍ كې ښكيل نه دى، له ايران سره هم همدغسې سيالي لري، ايران هلته خاص نفوذ لري. ځكه خو پاكستان بايد په سيمه كې ډېر پام وكړي.
عبداللطيف نظيف