د انفلاسیون کچه ټیټېدل اقتصاد کې څه رول لري؟ د اقتصادي چارو شنونکي سرفراز څرګند سره مرکه

انفلاسیون څه ته وایي؟ پر انفلاسیون کوم شاخصونه مستقیما اغېز ښندلای شي؟ د انفلاسیون د کنټرول پر وړاندې د دولتونو مسؤلیتونه کوم دي؟ د یوه هیواد د پولي واحد د ارزښت ساتلو لارې چارې کومې دي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې د عزم همکار خالد روښان د اقتصادي چارو له شنونکي سرفراز څرګند څخه پوښتلې دي.

روښان: ښاغلی څرګند! که د انفلاسیون پر اصطلاح لږه رڼا واچوئ؟ په اقتصاد کې انفلاسیون یعنې څه؟

څرګند: انفلاسیون په یوه ټاکلې موده کې د توکو او خدمتونو د بیو ټولیز لوړوالي ته وايي. یا په بل عبارت، کله چې د پیسو ارزښت او د پېر ځواک یې د توکو او خدمتونو پر وړاندې کم شي، دا حالت انفلاسیون ګڼل کېږي. انفلاسیون ته په اقتصاد کې د پیسو پړسوب کلمه هم استعمالیږي.

روښان: د انفلاسیون کومه کچه کړکېچنه او یا یوه هیواد ته خورا زیانمنه تمامېدی شي؟

انفلاسیون څو ډولونه لري چې هر یو یې په خپل ځای او وخت کې د اقتصاد لپاره زیانمن تمامیدای شي. لکه هایپر انفلاسیون، ښویدونکی انفلاسیون، منډې وهونکي، نرم انفلاسیون. د یادونې وړ ده چې په دې ټولو کې خطرناک انفلاسیون هايپر دی په کوم کې چې نرخونه ډېر په چټکۍ لوړیږي، چې د یو ملک اقتصاد یې په اسانۍ نه شي کنټرولولای. د یادونې وړ ده چې په هایپر انفلاسیون کې د نرخونو لوړوالی حتی ۵۰ سلنه لوړېدای شي چې دا د یوه هیواد اقتصاد ته خورا ویجاړوونکی حالت دی.

د اقتصادي چارو شنونکی سرفراز څرګند
د اقتصادي چارو شنونکی سرفراز څرګند

روښان: ایا د انفلاسیون د موضوع اغېز بېلابېل دی که څنګه؟ موخه مې دا چې پر صنعتي، مخ پر وده او د درېیمې نړۍ پر هیوادونو یې اغېز توپیر لري؟

معلومه خبره ده. هغه هېوادونه چې پیاوړی اقتصاد ولري، ژر کولای شي چې د نرخونو کنټرول په لاس کې واخلي. اما هغه هېوادونه چې له اقتصادي بحران سره مخ دي په اسانۍ نه شي کولای چې دا چاره سمبال کړي. که یو مثال یې د پاکستان واخلو، هلته د نرخونو لوړوالی د پاکستان په اقتصاد پورې مستقیما تړلی دی چې کنټرول یې یو څه دولت ته ستونزمن دی.

روښان: د یوه هیواد د کرنسي ارزښت پر انفلاسیون څومره اغېز ښندلای شي؟

لکه مخکې مو چې په تعریف کې یادونه وکړه، د انفلاسیون یوه معنا همدا ده چې د پیسو ارزښت کم شي نو د کرنسي د پېر ځواک هم کم شي؛ نو په دې وخت کې د نرخونو لوړوالی صورت نیسي، ځکه د انفلاسیون یو شاخص دا هم دی چې مونږ د تقاضا پر بنیاد پیسې مارکیټ ته نه پېچکاري کوو بلکې په مارکیټ کې پیسې د تقاضا په پرتله زیاتیږي چې بالاخره انفلاسیون رامنځته کیږي.

روښان: دولتونه باید څومره دې مسلې ته متوجې وي او د انفلاسیون د کنټرول پر وړاندې د یوه دولت مسؤلیتونه کوم دي؟

دولتونه مسؤلیت لري چې د انفلاسیون لپاره لازمې لارې چارې په کار واچوي، لکه د بانک نوټونو زیات نه چاپ، کریډیت سیستم کنټرولول، په لګښتونو کې کمښت، په ځانګړي ډول په دولتي لګښتونو کې کموالی، سپما باید زیاته شي، مالیه کې یو څه اندازه زیاتوالی، د وارداتو او صادراتو بلانس، بعضې کاروباري او پرمختیايي پروژې پلي کول، د بل هېواد څخه واریدونکی انفلاسیون مخنیوی او داسې نور ډېرې لارې چارې لکه مالي او پولي پالیسۍ او …

روښان: یوې تازه موندنې ښودلې چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفې یوې درجې ته راښکته شوې ده. که دا لږ واضحه کړئ؟

د افغانستان اوسني اقتصادي وضیعت ته په کتو سړی نه شي اټکلولی چې یاده ټیټه سطحه د انفلاسیون به تر کومه دوام وکړي. هیره دې نه وي چې مطلق صفر انفلاسیون د یوه اقتصاد لپاره تر ډېرې مودې ټاکل به په اقتصاد اغیز وغورځوي. په ډېره کمه کچه اجازه ورکول انفلاسیون ته د یوه هېواد په اقتصاد کې شاید ښه رول ولوبوي. دلته مهمه مسله دا ده چې عرضې او د تقاضا ترمنځ باید یو تعادل وساتل شي؛ ځکه په افغانستان کې اوس د غربت کچه یو څه لوړه ده نو ټولیزه تقاضا هم ورسره ورځ تر بلې راټېټیږي کوم چې په انفلاسیون مستقیما اغیز پرې باسي، نور ډېر مسایل هم شته چې یادونه یې دلته لازمي نه بولم.

روښان: د افغانۍ ارزښت خورا ښه شوی دی. د پیکېنګ په غونډه کې هم ومنل شوه چې افغانۍ د سیمې په کچه یوازینۍ کرنسي ده چې خپل ارزښت یې ساتلی دی. د افغانیو دې ارزښت پر اوسنۍ سروې اغېز کړی دی؟

د پیسو ارزښت ساتل د یوه هېواد داخلي مسله ده او د مرکزي بانک مسوولیت جوړیږي چې یادې مسلې ته باید هر وخت متوجې اوسي. د هرې کرنسۍ د ارزښت لپاره پشتواني یا بک‌اپ ته اړتیا ده. د افغانیو د ثبات لپاره هغه ۹ میلیاره ډالره چې بهر کې یې مونږ لرو، ډېر رول درلودلی دی. ځکه یاده پشتوانه د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره ساتل شوې او افغانستان په قانوني لحاظ کولای شي له هغو پیسو په بهرني پېر او پلور کې ګټه واخلي.

روښان: کرنسي څنګه باثباته کېدلای شي؟ لارې چارې یې څه دي؟

د ثبات لپاره یې هیواد باید پولي او مالي غوره پالیسیاني عملي کړي. د تقاضا مطابق مارکیټ ته د روپیو پیچاري کول، د مرکزي بانک رول، د صادراتو او وارداتو په معاملو کې د کرنسۍ استعمال او داسې نور ډېر لاملونه لري.

روښان: ځيني هیوادونه قصدي غواړي چې د پیسو ارزښت یې ټيټ واوسي. زه یې بېلګه د چین کرنسي/یان یادولای شم. په دې کې نو کوم راز دی؟

هو. د کرنسۍ د ارزښت ټیټ ساتل کله کله د دې په خاطر کیږي چی بهرنۍ پانګونه جذب شي او هم وکولای شي چې خپل صادرات د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه او اسانه کړي.

روښان: راځئ څرګند صاحب، ووایئ چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت څنګه دی؟ یو لنډ جاج یې غواړم.

فکر کوم دا به لوی بحث ته اړتیا ولري، ځکه هر هیواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره ځيني پروګرامونه پر کار اچوي چې په هغه کې انکشافي پروژې، واړه او غټ کاروبارونه، بهرنۍ سرمایه ګذاري، د بې روزګارۍ د کچې راټیټول، او په بهرنیو مرستو د تکیې کمښت او نور شامل دي.

روښان: حکومت ته مو وړاندیزونه څه دي، دوی باید څه وکړي؟

هغه روپۍ چې مونږ بهر د افغانیو د ارزښت لپاره د پشتوانې په توګه ساتلې دي باید وساتل شي خو په بهرنۍ راکړه ورکړه کې باید ترې استفاده وشي. د بې کارۍ د کچې راکمول، واړه او غټ کاروبارونه سپورټول، مناسبې پالیسیانې جوړول، د وارداتو او صادراتو تعادل، او په مجموع کې د لویو انکشافي پروژو د پیل موضوعات پکې اړینه موضوع ده چې باید اوسني چارواکي ورته متوجې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button