مشره پام چې………  

لیکوال: قاري سعید خوستی      

مشره: ستا یو همسنګره د عالم ارواح څخه پیغام درلیژم،له هغه ځایه چې دلته ټول هغه ملګري دي چې له الله تعالی سره یې کړي وعده رښتیا کړه، خپل نحب یې پوره کړ.

مشره: امیرالمؤمنین راورسیدو او دلته هم زموږ د ستوریز کاروان مشري کوي هغه امانت اداء کړ،وعده یې رښتیا کړه، په عهد یې وفا وکړه،نو هغه ته هم بدل ورکړل شو،هغه د صدق په مقام فایز دی،هغه دریمه عمري کرسي اشغال کړه .

مشره: څومره وینې به دیو سپیڅلي هدف لپاره بهیدلي وي؟ څومره ماشومان به یتیمان شوي وي؟ څومره تورسرۍ به کوڼډې شوي وي؟سومره کورونه به وران شوی وي؟

مشره: زما دیتیمانو سوي کړیکې مې ډیر ځله په غوږونو کې انګازې کوي، کونډه میرمن مې لا هم د خپلو یتیمانو لپاره یو سرپرست غواړي.

مشره:زموږ وینه د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوه خو هسې نه چې زموږ د وینو سره د خیانت په جرم د الله تعالی د سختې سزا وړ وګرځې.

مشره: په خدای قسم دلته د پاکو وینو سره خیانت تر ټولو غټ جرم بلل کیږي هغه بله ورځ ستا خودخواهۍ او جاه طلبۍ ډیر وزورلم هلته چې تا د واحد او مرصوص صف د ماتولو هڅه وکړه.

مشره: کله دې زما هغه یتیمان هم یاد شوي چې اصلا هغوی خوشالي او اختر نه پیژني؟ هغوی چې دالله له لورې یو ولي او نصیر ته سترګې په لار دي .

مشره:زما له هغه وینو حیا وکړه چې د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوې هغه بله ورځ مې په کور کې په کونډو او یتیمانو نوی ماتم ؤ کله چې هغوی واؤریدل چې تا د پردیو په لمسون ددې صف ټوټه کولو لپاره مټې رابډوهلي.

مشره: لاړ شه زما دیتیم بچي اوښکې پاکې کړه، یوه لحظه د هغه سوي کړیکو ته غوږ شه په خدای قسم مشره زما یتیم بچۍ نوي کالي نه پیژني، له سپورې ډوډۍ پرته بل خوراک نه پیژني، زما د کونډې میرمنې په لوند پلو رحم وکړه.

مشره: لاړ شه د هغې سپین سري مور له حاله ځان خبر کړه چې د خپل یوسف بچي په فراق کې یې یعقوبي سترګې له لاسه ورکړې، مور یې د راتګ په تمه ده خو بچۍ یې زموږ له کاروان سره ملګری شوی دی.

مشره: مشره تراوسه خو زما زخمونه لا تازه دي وینې مې نه دي وچې تا یې پرسر معامله شروع کړه.

د هغو انجام دې هیر شو چې د شهید د پاکو وینو سره یې بي باکي وکړه؟ ریاست مشري جاه او جلال یې غوره اوبلل؟ الله تعالی په هغوی د عذاب کوړه راواړوله هغوی په دنیا دومره ذلیله شول چې آخرالامر یې د کفر په صف ورګډ کړل.

مشره: هغه دیوال چې ته یې د ټوټه کولو ناکامه هڅه کوې زموږ په وینو یې خټې غږل شوي دي نو خبردار چې د خپلې دنیا او آخرت له تباهۍ به پرته بل څه په لاس درنه شي.

مشره: دلته ډیرۍ هغه ځوانان دي چې خپلې غوښې او هډوکي یې د هغه هدف لپاره باد کړي چې ته یې په لار کې په خڼډونو آچولو بوخت یې هغوی زموږ په کاروان کې د مالک الملک په دربار کې دومره سپیڅلي دي چې که د الله تعالی څخه د قیامت د نه قایمیدو غوښتنه وکړي الله تعالی به یې ورسره اومني.

مشره: څه فکر کوې که دې ددوی غوښو او هډوکو سره جفا وکړه او د سیاف  خيلو په پله روان شوې نو ددوی خدای به تا همداسې پریږدي؟

مشره: په پای کې بیا د ترحم په دود درته وایم چې په ځان رحم وکړه، زموږ له وینو حیا وکړه، زموږ له یتیمانو حیا وکړه زموږ له هغه کونډو میرمنو حیا وکړه چې هیڅ سرپرست نه لري.

له متعال خدای څخه درته د هدایت سوال کوم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button