ايکسپريس ټريبيون: اشرف غني د پاکستان تابعيت لري
(عزم: چهار شنبه، ۱۴ زمری ـ۹۴ ل) د پاکستان يوې مشهورې انګليسي ورځپاڼې ((ايکسپريس ټريبيون)) په ننۍ ګڼه کې خبر ورکړی چې د افغانستان د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پاکستان د تابيعيت تذکره (شناختي کارت ) لري.
د ورځپاڼې په وينا داشرف غني د پاکستاني تابيعت خبره د پاکستان د نفوسو د احوالو او ثبت ادارې (نادرا) يو لوړپوړي چارواکي ملک دلمراد د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وکړه نوموړي وويل چې ((د افغانستان د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم پاکستانی شناختي کارت لري)) د نوموړي په دې خبره د نادرا مامورين يې حيران شول.
د ورځپاڼې په وينا ملک ګلر مراد دنادرا مامورينو ته د اشرف غني د پاکستاني شناخت کارت کاپۍ او ورسره تړلي ټول اسناد هم وښودل .
ملک ګلمراد دا هم وويل چې د افغانستان پخوانی جنګي قومندان احمد شاه مسعود هم د پاکستان د تابیعت تذکره (شناختي کارت) درلود.
په افغانستان کې ډېری چارواکي او عام خلک شته چې د افغانستان پرته دنورو هېوادونو د تابيعت تذکرې لرې خو دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني احمدزي په اړه داسې راپور ورکول کیږي چې د پاکستان د تابيعت تذکره لري.
اشرف غنی او دهغوی پلويانو ډیر ځل طالبان په دې تورنوي چې ګواکې طالبان د پاکستان له پاره په افغانستان کې جګړه کوي او اشرف غني څو ځل په سیاست کې د افغانستان په اړه د پاکستان په پاليسۍ نيوکه کړې ده. خو د دغه خبر له رښتيا کېدو وروسته به بيا ډېر خلک د اشرف غني په اړه هغه پخوانی دريځ ونه لري ځکه چې له کلونو راهيسې افغانستان له پاکستان سره د ډېورنډ د کرښې په سر په لانجه من ګاونډيتوب کې قرار لري.
داسې مالوميږي چې له دې وروسته به هم د اشرف غني په اړه د عامو افغانانو نظر او دريځ کې تغير راځي ځکه چې عام افغانان هغه څوک نه خوښوي چې له پاکستان سره پټې اړيکې لري.
اشرف غني دا مهال المان ته د پښې د تداوۍ له پاره تللی دی او لومړی مرستيال يې فارياب ولايت ته د طالبانو سره د جګړې له پاره لاړ دی.
اجرايوي رئيس ډاکټر عبدالله نن سهار مصر ته په يوه رسمي سفر تللی دی.
د اشرف غني د پاکستاني تابيعيت په اړه تر اوسه دافغانستان چارواکو څه نه دي ويلي.
عبداللطيف نظيف