ملامحمدعمر او جورج بوش ….!

ژباړه : موسی فرهاد      2015-8-5   –

——————–   لیکواله : طیبه ضیاء ….. نیویارک

ملاعمر او جارج بش د تاریخ داسی دوه نومونه دي چې له تصادم څخه یې د اور سرې لمبي پورته شوي ، د وینو ویالي ترې وبهیدي ، د ظلم داسی داستانونه یې ثبت کړل چې له امله یې تش په نوم مهذبو قدرتونو د تل لپاره خپل مخونه تور کړل .  د یو لیری پراته وطن اوسیدونکي ، د هغوی مذهبي اقدار او ملي عنعنات یې په دې وجه تباه او برباد کړل چې پردي دي .

د آزادۍ په نوم یې د سولي او امن جرړي و ایستلي ، موږ ته هغه ویروونکي صحنې او شیبې ښه یادي دي چې د امریکايی چینلونو پر سکرینونو به مو کتلي او اوریدلي چې یو دجال د مسیحا په بڼه افغانستان ته رسیدلی ، د یو انسان په پلمه په لکونو انسانان د هستۍ له صفحې څخه تري تم کوي .

دغه کینه او کرکه دلته هم ختمه نشوه ، بلکي د زروي وسلو په بهانه یې پر بله ځمکه د مرګونو او وحشتونو لړۍ پیل کړه ، په داسی حال کې چې د افغانستان له غرو او رغو څخه د مظلومانو آه او فریاد لا اوس هم اوریدل کیږي.  د امریکایي تاریخ پوهـ چارلس برډ پوه مقوله ده چې وایی : د تل پاتي امن لپاره تلپاتی جګړه اړینه ده ،  له ۱۹۴۵ څخه نیولي، د عراق تربریده پوري امریکا نژدې د دوه سوه یرغلونو ارتکاب کړی.

مشهور لیکوال ګور وائډل د یوولسم ستمبر په اړه تنقیدي تأثرات په کتابي بڼه ولیکل مګر پر خپریدلو یې په امریکا کې بندیز ولګیدی او بیا په جرمني کې چاپ شو .

د کتاب تر تصنیف وړاندي یو امریکایي تروریست ټم تی میک وی په اوکلاهوما کې یوه لویه ملي ودانۍ په بم والوزوله ،(چې په امریکا کې د هغه دا عمل د خپلو حقوقو دفاع وګڼل شوه) پر همدې موضوع لیکوال وائډل ولیکل چې د اسامه بن لادن او ټم تیمیکوی د کړني ترمنځ څه توپیر و ؟

خو تش په نوم د آزادۍ دعویدار امریکا پر هغه بندیز ولګاو ، حتی چې د امریکا په لویه ورځپاڼه (دي نیشن) کې یې پر خپرولو هم بندیز ولګیدی چې خپله لیکوال د یادې ورځپاڼي مرستیال هم وو .

وائډل پخپل کتاب کې لیکلي چې زموږ حکومتي پالیسۍ ثابته کړه چې پر کرکي ، نفرت او نا انصافي ولاړه پالیسي ده ، ځکه چې د اسامه بن لادن او ټم تیمیک وی کړني یې په یوه تله ونه تللي .

حالانکه میک وي هم د ملکي آزادۍ یعني د خپلو خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره قرباني ورکړه ، او د اسامه بن حمله هم د مسلمانانو د حقوقو د ترلاسه کولو پخاطر وه ، همدا وجه ده چې په اسلامي نړۍ کې د اسامه  خواخوږي هیڅکله کمه نشوه .

خو امریکا دا موازنه برداشت نکړه ، بلکي د اسامه بن لادن حمله یې تروریستي عمل وباله او د میک وي،  دا،  نه .

ښاغلی وایډل په خپل کتاب کې وړاندي لیکي: چې امریکه د هیټلر تاریخ تکراروي ، او غواړي چې پر نړۍ خپله باداري په زور ومني .

ولسمشر بوش وایی ، د تروریږم پرضد جګړه د بدۍ پر ضد جګړه ده ، او په اصل کې دا یو پوچ خیال دی .  پکار دا ده چې د میک وی او اسامه بن لادن کړنو ته په یوه نظر وکتل شي ، چې دواړه د امریکا د کړنو عکس العمل وبلل شي .  ویلای شم چې د نړۍ ترټولو خطرناک ترهګر تنظیم پخپله امریکا ده .

د ملاعمر له مړیني سره د رواني پیړۍ د تاریخ یوه لویه برخه تړلي ده ، ما د خپلي ډایري پاڼي پلټلي ، پر څو داسی پاڼو ورمخ شوم چې د وینو په سیاهي لیکلي شوي وي . یعنی د ډایري دا برخه د داسي خونړیو جګړو له حوادثو ډکه وه چې په دې پیړۍ کې یې بیلګي موندل ناشونی کار دی . او دا د شمال ټلوالي په لاسونو ترسره شوي خونړۍ کارنامې وي .

د عفیفو میرمنو او کمرعمره زلمیانو له ابرو ریزي نیولي ، تر غیر انساني وژنو پوري ، له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه دی اوښتی .  او دا د ناقانونه وسلوالو له لوري ترسره کیدل .

دا پر هغه بدمرغیو برسیره وي ، چې د کمونیستي رژیم له لوري خواوشا یو میلیون کرل شویو ماینونو هم د خلکو د ژوند ډېوې پرلپسې مړي کولي . او په میلیونونو افغانان د وطن پریښودلو له لاسه کړیدل .

خو همدا د ملاعمر په مشرۍ طالبان وو چې د اختناق دغه حالت یې ورورو ختم کړ ،  مګر امریکا د خپلي حملې د جواز لپاره همدغو طالبانو ته سخت دریځي ویل . په دې وجه چې خپلو افغان میرمنو ته یې د بش له خوښۍ سره سمه آزادي ورکولو ته تیار نه وو .

طالبانو اوږدې ږیري درلودي ، خو چونکه یهودیان نه وو ، د بش ځکه نه خوښیدل ، ښاغلی بوش ته یوازي یهودي لوی ږیري د درنښت قابل دي او ورته سلام کوي .

د ملاعمر طالبان د امریکا له نظره ظالمان وو ، ځکه خو یې پریکړه کړي وه چې د تل لپاره يې باید نیست او نابود کړي .

له همدې ځایه وه چې د بوش د ترهګرۍ بیلګې نړۍ په خپلو سترګو ولیدلي ، په افغانستان کې یې ویالې د اوبو پرځای په معصومو وینو ډکي وبهولي .

هغه افغان میرمني چې د تل لپاره د غیرمحرم له نظره خوندي وي ؛ ولي بش  د هغوی تلاشي اخیسته . د آزادۍ په نوم یې له هغوی نه د هغوی ماشومان تري بیل کړل او کورونه یې په بمونو ورته وران کړل . او میندي یې د تل لپاره د مرګي په خوب ویدي کړلي . او د امریکا د دې ترهګرۍ په وړاندي د « اُف » ویلو جرأت چا نشو کولای ، چې بیا به د تروریستانو په لیست کې ورګډیده .

د یولسم ستمبر پیښه په نیویارک ښار کې رامنځ ته شوه ، خو سزاء یې افغانستان ، عراق بلکي ټولي اسلامي نړۍ ته ورکول شوه . او همدا د مشر بوش ارمان و چې پوره شو . ځکه اوس په امریکا کې دا نه ختمیدونکي جګړې ته بوش پالیسي نوم ورکول کیږي.   اوس چې نړۍ په کوم اور کې سوځله کیږي ؛ د دې اصلي ماسټرماینډ یا پلان ګذار، بوش او د هغه حلقه ده .

نن چې خبر خپریږي د طالبانو مشر ملاعمر وفات شوی ، دا خبر نه دی ، بلکي خبر دا دی چې له افغانستانه د جارج بوش د پیل شوي ترهګريزي جګړې عمر ډېر دراز دی او مرګ نلري .

پای :  ———————————————————-  !!!

ژباړه : موسی فرهاد

2015-08-05

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button