کندهار کې د اوبو دوه بندونه جوړېږي

عزم(دوشنبه، ۱۴زمری، ۱۳۹۸ل): کندهار ځايي چارواکي وايي، د اوبو او کرنې په چارو کې د اشرف غني سلاکار حمید هلمندي ورسره ژمنه کړې، چې په کندهار کې به د «میانکو» او «لوړې» بندونه به جوړ کړي.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند او د کندهار د ښار د میانکو بندونو د سروې او ډېزاین چارې د روان کال په اکتوبر میاشت کې پیلېږي، چې یو میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د چارواکو په خبره، د سروې او ډېزاین له بشپړېدو وروسته به د دغه بند پر جوړولو ۳۰میلیونه ډالر ولګول شي، چې هندوستان یې ژمنه ورسره کړې ده.
همدارنګه د کندهار ښار د میانکو بند سروې هم بشپړه شوې او حکومت د یاد بند جوړېدو ته بودیجه هم ځانګړې کړې ده، چي تر جوړېدو وروسته به ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ظرفیت ولري.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، که په کندهار کې یاد بندونه جوړ شي، نو په دغه ولایت کې ورسره کرنه هم ښه کېږي او ډېری بزګران به شاړې ځمکې هم ابادې کړي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د روان کال په اوږدو کې به په دغه ولایت کې پر ۶۰۰جریبه ځمکه د انارو، انګورو، پستې او شفتالو او پر ۴۰۰جریبه للمي ځمکه به د پستې باغونه جوړ شي.