بهرنیو چارو سرپرست د مالیزیا د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي سره کتلي

عزم( سه شنبه، د وږي ۱۴مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمن سره کتلي دي.
استازي عبدالرحمن د افغانستان پر سرتاسري امنیت خوښي وښوده. ده ویل چې افغانستان ته یې د سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده.
په دې ناسته کې مولوي متقي ویلي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ او تګ راتګ اسانتیا رامنځته شوې او باید چې په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخیستل شي.
سیالو لوریو د دواړو هیوادونو د اړیکو پر لاپراختیا، سوداګریزې او سیاسي همکارۍ بحثونه او ژمنې وکړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button