غور کې شاوخوا ۵۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

عزم (سهشنبه، د وږي ۱۴مه، ۱۴۰۲): غور کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې ۵ زره او ۵۳۰ کورنیو باندې د خوراکي توکو بستې وېشل شوې دي.
په غور کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د اړیکو مسوول، ذبیح الله غوثیزاده وایي، دا مرسته د MHCO موسسې په همکارۍ د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP لخوا له اړو کورنیو سره شوې ده.
هغه ویلي چې د بشري مرستو په دغو بکسو کې اوړه، غوړي او د ماشومانو لپاره غذايي توکي شامل دي.
د غور د مسوولانو په وینا، د دې ترڅنګ د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې هم پر بېسرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یادې ادارې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.