کرزی: د سولې خبرو د بیا پیل د هڅو هرکلی کوو

 

عزم( شنبه، ۱۳ تله ،۱۳۹۸)پخواني ولسمشر حامدکرزي په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او په اسلام آباد کې د طالبانو او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو هرکلی کړی دی.
کرزي ویلي، هیله څرگندوي چې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره ټولې غاړې په پوره شفافیت او صداقت سره د سولې خبرې بیا پیل او پر مخ بوزي.
د کرزي پر رسمي فسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، «د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې په دغو هڅو کې ممد او همکار پاتې شي تر څو د مثبتو نتایجو په ترلاسه کولو سره د دواړه گاونډيو هېوادونو ترمنځ د نېکې، حسنه او متمدنې رابطې او ورورگلوۍ فضا رامنځ ته او تقویت شي».
د یادونې وړ ده چې ارګ د طالبانو دا سفر بې ګټې بللی او سخت غبرګون یې ورته ښودلی.
ارګ د پاکستان پر حکومت هم نیوکه کړې چې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف یې طالبانو ته تود هرکلی ویلی دی.
بلخوا بیا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په برخه کې د هر هیواد د هڅو ستاینه کړې او په تلویحي توګه یې دا سفر ښه اقدام بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button