د افغان مهاجر راتګ ته اندېښنه او د طمعې خلاف استقبال يې – لومړۍ برخه

احمد منصور
صادق د پېښور په بورډ بازار کې په کراچۍ کې منتو خرڅوي، د ژوند چرخش يې پرې روان دی. پلار يې د روسانو د يرغل په مهال تللی و، د مهاجرت يې څلويښت کاله شوي دي. پخپله صادق کوچنی رالوی شوی او بچی يې محمد، چې د نهو کالو دی، همدلته پيدا شوی دی. د مهاجرینو د ايستل کېدو اوازو خواشينی کړی، له کار څخه زیات په دې فکر کوي چې څه به کوو؟ ښه چې ولاړ شو چېرته به ځو؟ پلرنی کور به مو د اوسېدو نه وي او خدای خبر چې آباد به پاتې وي هم که نه. په همدې سوچو کې دی چې د مېرمنې زنګ يې راغلی.
صادق: السلام عليکم… خير خو به وي؟
مېرمن يې په ژړغوني غږ ورته وايي: کور ته ژر راشه، پوليس راغلي، د کور سامان مو کوڅې ته باسي او وايي چې نن دېرشم تاريخ دی او تاسو تر اوسه نه یاست تللي!
صادق: ښه ګرانې اندېښنه مه کوه، دا دی دروان شوم.
صادق د څنګ کراچيوان ته وايي: خالده وروره کراچۍ ته مې ګوره، زه کورته په منډه ځم ژر بېرته راځم!
خالد: ولې صادقه وروره څه خبره ده؟ دې زنګ خو بیخي ورخطا کړې.
صادق: والله څه درنه پټه، بلا عامه ده خو آسانه نه ده، کور ته مو پوليس راغلي، د کور سامان يې کوڅې ته ويستلی او وايي چې ولې نه ياست وتلي؟
خالد: اُف الله دا څه حال شو دا به څه کوو؟ که رښتیا ايستلو کې جدي وي، په ډېرو تکالیفو خولو تويولو مو ژوند راجوړ کړی، خدای مه کړه که دا ړنګ شي. ښه سمه ده ته ژر ورشه، ماشومان به دې په وېره کې وي!
صادق: سمه ده، الله دې ورحميږي، ولاړم.
صادق چې کله خپل کور ته نيزدې کيږي، پوليس يې د کور مخ کې له قهره ډک ولاړ وي. صادق غواړي يو ځل کور ته ننوزي څو کورنۍ له خپل راتګ ډاډه کړي، د پوليسو د مشر(تاڼې دار) پرې فکر کيږي ورته وايي راشه دېخوا.
تاڼۍ دار: دا کور ستا دی؟
صادق: هو صيب!
تاڼې دار صادق يو دوه څپېړې وهي. بيا ورته وايي: مهاجره دا ته تللی ولې نه يې؟ له نېټې خبر نه وې که زمونږ وارنینګ درته وارنینګ نه ښکاري؟
صادق: تاڼې دار صيب مونږ دلته پيدا شوي يو، عمر مو دلته تېر شوی، خپل هېواد کې کور نه لرو، مونږ ويل تاسو به دومره جدي نه یاست. ته ووايه تاڼې دار صيب، يوه مياشت وخت مو ورکړی، يوه مياشت کې د کورنۍ ستونزې حل کړم که د کار او که د بچي د تعليم؟ بچی مې دلته سکول وايي، هغه اسناد راخيستل هم ضروري دي.
تاڼې دار: چپ شه د مهاجر زو، ته لا دلايل هم وايې، په دوه ساعته کې دې دلته ونه وينم او رښتيا هغه څه به وړې چې مونږ يې درته ښايو، باقي نور ټول د کور سامان مونږ ضبطوو!
صادق: تاڼې دار صيب دا سامان ما په ډېرو خواريو راپوره کړی، ټول زما ضروريات دي، دا څنګه او ولې رانه اخلئ؟
تاڼې دار: هلکه غلی شه کنې تاڼې ته دې بيایو، ته به همالته يې او بچيان دې له کور څخه باسو، او رښتيا له پنځوس زرو زياتې نه روپۍ او نه زر وړلای شې، خير دې په دې کې دی چې ځان تياروه او ځه لاړ شه.
صادق کور ته ننوځي، ښځه، بچي وروڼه او پلار پرې راټول شي!
صادق: دا خلک مو شړلو کې جدي دي، ځان تياروئ له مزيدې بې عزتۍ ښه ده چې روان شو؛ هغوس به پخپله خوښه مونږ ته سامان انتخابوي چې کوم یوسو.
پلار يې: صادق بچيه. دوی هم خپل سامان راسره نه پرېږدي، هالته هم سرپنا نه لرو، کاشکې مونږ تنها نران وای، جوماتونو کې مو هم شپې کولای شوای، دا خو زنانه هم دي راسره.
پلار يې ژاړي او وايي يا الله مددګار مو شې. بيا له صادق پوښتي: تا خبرونه نه دي تعقيب کړي چې هالته حکومت د مهاجرو خوندیتوب څه تدابیر نيولي کنه؟
صادق: نه پلار جانه، خو آوازې دي چې يو کمیسيون يې د مهاجرو ستونزو د حل کېدو په موخه ټاکلی. ښه، خبرې پرېږدئ تياری کوئ چې روانیږو، مجبور يو نو چې اوس له پوليسو وپوښتو چې څه څه وړلای شو.
نور بيا..