کابل پولیسو د غلو یوه نهه کسیزه ډله ونیوله

عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ په خپل اېکس کې څو دقیقې وړاندې ولیکل چې د کابل زړورو پولیسو د دې ښار په کمپنۍ بازار کې د پولیسو یوه نهه کسیزه ډله نیولې ده.
ځدراڼ ویلي چې دا غله له درې موټرونو او د ۳۵۰ زرو امریکایي ډالرو موبایلونو سره یوځای نیول شوي دي. د ویاند له خولې چې دا موبایلونه له یوه سوداګره غلا شوي وو، چې غله یې ونیول شول او یاد مال یې بېرته اصلي څښتن ته سپارلی دی.
وړاندې ویل شوي چې غله یې بندخونو ته وړي او پلټنې به ترې وشي.
یاده کوو چې د اسلامي امارت په راتګ د غلا او شکونو په پېښو کې د پام وړ لږوالی راغلی او د یادو ډلو سره د اسلامي امارت چلند پرېکنده دی.