د اسلامي امارت ویاند په سپین بولدک کې له راستنوشویو کډوالو سره ولیدل

عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد په سپين بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو هېوادوالو له بېلابېلو پنډغالو لیدنه کړې ده.
خبر زیاتوي چې مولوي ذبیح الله مجاهد نن سهار له سپین بولدک څخه د راستنوشویو هیوادوالو ارزونه کړې او بیا یې هلته د مېشتو افغان کډوالو له پنډِغالو لیدنه کړې.
باختر اژانس لیکي چې ښاغلي مجاهد د سپین بولدک له بېلابېلو مسوولانو او د بېلابېلو موظفو کمېټو لیدنه کړې او د لا همغږۍ ټینګار یې کړی دی. مجاهد سپارښتنه کوي چې راستنېدونکو هیواوالو ته دې هر ډول اسانتیوې چمتو شي.
مجاهد دغه راز راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د کډوالو عالي کمیسیون بېلابېلې کمېټې خپلې چارې ګړندۍ پرمخ وړي او راستنوشویو هیوادوالو ته به پر وخت رسېدنه کوي.