چین له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې چمتووالی ښودلی

‏عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): د بهرنیزو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل اېکس لیکلي چې د دې وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره وکتل.
د بلخي له قوله چې په دې ناسته کې د دواوړو هیوادونو د ډیپلوماټیکو اړیکو پر رغښت، د دوه اړخیزو اړیکو د کچې پر زیاتوالي، ووروستیو پرمختګونو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

په لومړیو کې د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل وروستي سفر پرمهال د هغه هېواد له مېلمه پالنې او شته پرمختګه خوښي ښودلې. وزیر ویلي چې د کابل او پېکېنګ اړیکې د لا پراخېدو په درشل کې دي.
‏د چین سفیر ویل چې هیواد یې له اسلامي امارت سره سالمې اړیکې لري او لاپراخیتا ته یې لېواله دي.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر جبري ستنېدنه هم بحث وشو او ښاغلي متقي د افغان کډوالو پر وضعیت، دوی ته پر چمتوالي او ځای پر ځای کېدنه وغږېد. سفیر هیله څرګنده کړې چې کابل او اسلام اباد یاده ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي او همداشان یې د خپل هیواد له لوري د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button