د اړیکو په پیلولو کې څه کول پکار دي؟

۱ـ دغه اړيکه تاسو ته يانې څه؟ ميله، واده، مينه، د پيسو ترلاسه کول، جنسي اړيکه، ټايم پاسي کول او که نور… څه؟ هر هاغه تعريف چې تاسو يې له دغې اړيکې لرئ بايد تاسو ته واضح او څرګند شي.
۲ـ خبرې او عمل بايد يو ډول وي، هڅه وکړئ چې خبرې مو له عمل پورته نه شي.
۳ـ هاغه څوک چې تاسو ورسره اړيکه پالئ په پخوانۍ اړيکه کې خو دردېدلی او ځورېدلای نه دی، که له پخوانۍ اړيکې يې درد درلوده اول بايد جوړ شي. کار ورباندې وشي، بيا ورسره اړيکه وپالل شي.
۴ـ ګام په ګام مخته تګ: تاسو بايد په اړيکو کې ګام په ګام مخ ته لاړ شئ که ژر در څخه اړيکه بل پلو ته لاړه نو اړيکه له لاسه ورکوئ.
۵ـ اړيکې ته کرښې او حدود وټاکئ: هاغه اړيکه چې تاسو يې پالئ بايد تر هاغه سرحده ونه رسېږي چې ستاسو عزت ته په کې زيان وي.
۶ـ خپله روغتيا او د مقابل شخص روغتيا په اړيکه کې درک کړئ: مقابل شخص بايد ستاسو هم سطحه واوسي، تر څو تاسو درک کړي او اړيکه مو ورسره دوامداره پاتې شي.
لیکنه: داود امین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button