د مهاجرینو او کډوالو حال!
د سه شنبې په ورځ د ګران هېواد یوه ولایت ته د جنازې له پاره لاړو، جنازه مو اداء او مړی مو خاورو ته وسپاره. (الله جل جلاله دې پرې ورحمیږي) بیا د مړي کور ته لاړو، هلته ډېر ملګري راټول شوي وو، د مړي ستاینې یې وکړې، ویل یې: نوموړي په ژوند کې ډېر نېک کارونه وکړل، واقعاً چې ارواښاد ښه سړی و.
له ملګرو څخه احمدخان وویل: زما په فکر خو د پاکستان دې کډوالو ته تاریخ ختم شو، سبا ته نوی تاریخ پيلېږي، خدایزده چې له مهاجرینو سره به یاد هېواد څه نخره شروع کړي!؟
محمود شاه یې په ځواب کې وویل: د پاکستان صدراعظم د افغانستان په ویزه او پاسپورټ په انګلیستان کې ۱۵ کاله تېر کړي دي، هغه خو د پاکستان د مفادو له پاره جنګېږي، د افغانستان له پاره خو جنګ نه کوي، هغه چې ژمنه کړې ده، خپل ملک د ګټو له پاره یې کړې ده، د مهاجرینو له پاره یې ژمنه او حلف نه دی پورته کړی!!
احمدخان وویل: چې یوازې زمونږ مهاجرین نه دي، دې هېواد کې د مختلفو ملکونو مهاجرین اوسیږي، لکه: بنګله دېش، هندوستان، بوسنیاهرزګونیا او نور.
پنجابي او سندهي وزیراعظم افغان مهاجرین خپل وطن ته ستانه نه کړل، پښتانه وزیراعظم افغانان خپل وطن ته کډه کړل، دا د نشنلسټ کاکړ صدراعظم کار دی.
محمودشاه ځواب ور کړ چې پښتون صدراعظم دومره واک نه لري، دا ټول هر څه د پوځ د مشر (عاصم منیر) کار دی، د پوځ مشر یې هم شین کوي او هم یې اوروي. دا د صدراعظم کار نه دی.
احمدخان وویل: افغان مهاجرین څلور قسمه ده؛ یو: هغه مهاجرین چې کارډونه لري او نغد یې په جیبونو کې ساتي. دوهم : هغه دي چې کارډونه لري خو د لومړنیو کارډونو په څېر نه دي. دریم : هغه مهاجرین دي چې هیڅ یو قسم کارډ هم نه لري. او څلورم : هغه دي چې کارډونه نه لري او پاکستان ته ورغليدي او په انتظار شپې سبا کوي، چې نن یا سبا به له پاکستانه بهر ته امریکا یا اروپا ته لاړ شو! یعنې په پاکستان کې څلور ډوله مهاجرین او کډوال میشت دي.
احمدخان پوښتنه وکړه: آيا افغان حکومت څه بندوبست ورته کړی؟
نو محمودشاه او نور ورته کړه: هو! د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو، دفاع، هوانوردي او استخباراتو ریاست په شریکه د دې بندوبست کړی دی، چې هره یوه کورنۍ تر کوره پورې وړیا رسوي، کور یې که په هر ولایت کې وي. (چې دا غوره فیصله ده) او زه محمودشاه دا وایم چې په اړوند ولایت یا چې کډوال چېرته غواړي او هلته نومرې موجودې وي، باید افغان حکومت دوې ته نومرې [زمکې] ورکړي، چې دا راستانه شي کډوال پرې بسیا شي.
احمد خان له نورو ملګرو پوښتنه وکړې، دا اول قسم مهاجرین او کډوال به یاد هېواد نه راوباسي؟ محمودشاه ورته وویل:
زما د تجربې له مخې، ټول مهاجرین به راوباسي، باید اول قسم مهاجرین هم دلته په هېواد کې د ځان بندوبست وکړي او خپل هېواد ته په ابرو او عزت راشي، زه داسې خلک پېژنم چې پلرونه یې کوز په پاکستان کې اوسیږي او زامن یې دلته په افغانستان کې په کارونو بوخت دي، ځينې خپل شخصي کارونه کوي او ځينې حکومتي کارونه په مخه وړي او ښه معاشونه اخلي؛ خو حکومت دا پوښتنه نه ترې کوي چې کور دې چېرې دی؟احمدخان وویل: د پاکستاڼي صدراعظم دا پرېکړه چې مهاجرین دي، د نومبر تر لومړۍ نېټې دا ملک پریږدي، آيا د ابراهیم ځدراڼ دې پرېکړې نه وي په غوسه کړي، نه نه ، د ابراهیم ځدراڼ دا فیصله ډېره وروسته وه. د پاکستان نشنلسټ صدراعظم ډېره پخوا کړې وه، چې ټول بې قانونه وګړي (کډوال) دي له پاکستانه ووځي. دا پرېکړه ابراهیم ځدراڼ پورې تړاو نه لري!
د پاکستان و ویل د دې ګټات روپۍ به هغه سرتېرو ته ورکړو چې افغان کډوال راټولوي. شاه محمود وویل: وروڼو! باید مونږ له ټولو مهاجرو سره مرسته وکړو، ما ډېر پاکستاني صدراعظمان لیدلی، خو دا یې ډېر ناپوه صدراعظم دی چې دا فیصله یې وکړه!!
لیکنه: ساجدالله عظمت