لمونځ؛ د الله تعالی د رسول (صلی الله علیه وسلم) د سترګو تور!

ابوذر ( رضی الله عنه ) د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې یوه ورځ هغه
( صلی الله علیه وسلم ) د ژمې په موسم کې بهر راووته، دا داسې موسم ؤ چې د ونو پاڼې توېدلې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ونې یو ښاخ ونیوه او هغې ته یې څنډ ورکړ او بیا یې وویل: ای بوذره! مومن مسلمان که چیرې په اخلاص سره لمونځ وکړي ګناهونه به یې داسې توېې شي لکه د دې ونې پاڼې.
رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي: (( په جنت کې یوه ونه ده چې ترې لاندې د سرو زرو یو آس موندل کېږي چې د دې زین به ده یاقوتو او قیمتي کاڼو جوړ شوی وي، دا آس به ډير وزرونه ولري او څومره چې نظر کار کوي دومره به د دې پښې وي جنتیان به په دغه آس سپرېږي او دابه الوزي او چیرته چې غواړي هلته به ځي)).
په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم فرمایلي (( د چا په شپه کې چې لمونځ ( تهجد ) زیات شي د هغې څیره د ورځې ډيره ښایسته ښکاري.
الله تعالی فرمایي: (( قد افلح المومنون الذین هم فی صلاتهم خاشعون)) ژباړه: یقیناً چې مومنان کامیاب شول هغه ( کسان ) چې خپلو لمونځونوکې خشوع او عاجزي کوي.
د لمانځه وخت ته پام کوئ الله تعالی فرمايي:
(( ان الصلاة کانت علی المومنن کتباً موقوتا)) ژباړه یقیناً په مومنانو وخت په وخت لمونځونه فرض شوي دي.
یوه ورځ عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې یا رسول الله د الله تعالی په نزد کوم کار هغه ته ډير خوښ دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل (( په خپل وخت لمونځ کول او بیا یې و فرمایل الله تعالی پنځه لمونځونه فرض کړي څوک چې په خپل وخت ښه په خشوع او خضوع سره دغه لمونځونه اداء کړي؛ نو په الله تعالی یې دا حق دی چې دغه انسان وبخښي)).
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي (( تر ټولو بده غلا له لمانځه څخه غلا ده)) خلکو پوښتنه وکړه له لمانځه څخه غلا څنګه وي؟ هغه مبارک و فرمایل داسې چې رکوع او سجدې نیمې نیمې کوي.
لمونځ په داسې خشوع او خضوع سره ادا کړئ چې په زړه کې مو د الله تعالی د عظمت او جلال څخه ویره او ډاډ خپور وي.
په لمانځه کې د سکون او ارامۍ لپاره تر ټولو لمړۍ خبره دا ده چې مونږ د لمانځه د الفاظو ترجمه زده کړو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( قرة عینی فی الصلاة )) ژباړه: لمونځ زما د سترګو تور دی.
هغه به دغه راز فرمایل ای بلاله زما د سترګو تور و پېژنه.
نو چې کله لمونځ د الله تعالی د حبیب د سترګو تور وي مونږ هم باید لمونځ د خپلو سترګو تور کړو.

لیکنه: پلوشه اخلاص

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button