شتون لري او شتون نه لري

فلانی په غونډه کې “شتون لري” یا ” شتون نه لري”
شتون لري ترکیب چې اوس بېخي ډېر کارېږي د پښتو نثر یې بې‌خونده کړی دی. دا ترکیب د ژباړې له لارې پښتو ته راغلی. دا کلیمه اوس یوازې په نثر، ژباړو، خبرونو، لیکلو کې نه کارېږي؛ بلکې عامو خبرو او شعر ته یې هم لاره موندلې ده.
پوهنمل اسدالله وحیدي په خپل کتاب ” پر پښتو نثر د ژباړې اغېز” کې لیکي: دا کلیمه د فارسي ” حضور دارد”، ” موجود است” او ” وجود دارد” کټ مټ ژباړه ده. موږ دې کلمو ته ( شته) یا ( دی) کلیمې کاروو.
فلانی په غونډه کې شته یا نشته.
هنوز هم در ایران و پاکستان میلیون‌ها مهاجر افغان وجود دارد.
لا هم په ایران او پاکستان کې میلیونونه افغان کډوال شتون لري.
«نو پکار ده چې خپلې ژبې ته زیان ونه رسوو او خپلې لنډې او طبعي کلمې وکاروو.»
لیکنه: عاقب عمر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button