غزل: ستا له مهره لمر کوڅې راپسې ګوري

فاصلې رالنډومه سبب دا دى
دا چې ور راته د هر يو غضب وا دى

د يو بيا په اقتدار کې ځان دفن کړه
اوس چې کړى د حسينو طلب تا دى

د جنون تختۍ به بيا په وينو سرې شي
راختلى په کمرونو رجب بيا دى

ستا له مهره لمر کوڅې راپسې ګوري
که رونق دى که افق دى عجب لا دى

مشتريان مې له نفاقه رېز مرېز شول
ملايانو مردار کړى په کب چاه دى

د رباب فطرته وير درته واجب دى
فراموشه دې ولاړ په طرب شاه دى

الوداع مې د مستۍ ده شمائلې
ماښامونو ته ښودلى ادب چا دى

شمائله سليمي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button