په خوراک او څښاک کې له افراط څخه ډډه وکړئ
د اسلام سپیڅلی دین د ډوډۍ په خوړلو، استوګنې او هوساینې، د نفقې او مالونو مصرفولو او آن د عبادت او د فرد او ټولنې په ژوند پورې په نورو اړوندو شیانو کې د افراط او تفریط ترمنځ توازن او برابري رامنځته کوي. په قرآن عظیم الشأن کې د خوراک او څښاک په تړاو خلکو ته خبرداری ورکړی او فرمایی: ژباړه: وخورئ او وڅښئ او اسراف مه کوئ! په خوراک او څښاک کې افراط یا اسراف د نن ورځ د ناروغیو اصلي لامل دی، چې په دې برخه کې د برابرۍ په پام کې نیول د مخنیوی لپاره یې یوازینۍ لاره ده. په ځانګړی ډول په اوسني وخت کې چې ډول ډول ناروغۍ، لکه: شکر، د وینې غوړوالی، لوړ فشار، د زړه حملې او داسې نور مخ په ډیریدو دي. پرته له دې چې بدن ته پوره حرکت یا تمرین ورکړل شي، په خوراک کې افراط کول، ددې ناروغیو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي. د اسلام پاک دین اسراف کوونکي او زیات خرڅه کوونکی د شیطان وروڼه ګڼي، الله تعالی جل جلاله فرمایلي دي:ژباړه: «بې شکه چې زیات خرڅه کوونکي د شیطانانو وروڼه دي.» او د عباد الرحمن (د الله تعالی نیک بنده ګان)» په ستاینه کې داسې فرمایی: د الله تعالی مؤمن او نیک صالح بنده ګان هغه څوک دي، چې په نفقه کې نه افراط کوي او نه هم سختۍ، بلکې د برابرۍ او منځ لارۍ لاره غوره کوي. اسراف او ډیر خرڅ یوازې دا چې له ډول ډول نعمتونو څخه د فرد او کورنۍ د محرومیت لامل کېږي، بلکې د ټولنې او راتلونکي نسل د محرومیت لامل هم ګرځي، چې په پایله کې غم او پریشاني د بیلابیلو ناروغیو سبب کېږي، لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، د روغتیا په برخه کې پر له پسې څیړنو دا ثابته کړې، چې په خوړو کې افرط او تفریط د ستونزو د رامنځته کیدو لامل ګرځي، چې دا دواړه حالتونه(افراط او تفریط) د ناروغیو په ډله کې شمیرل کېږي.
دغه راز له کښت څخه د ګټې اخیستنې تر وخت پورې د خوراکي توکو د ضایع کولو زیانونه:
د اسلام پاک دین، د ګټه اخیستنې تر پړاوه د خوراکي توکو د کښت او تولید په بیلابیلو پړاوونو کې، د مال د بې ځایه لګښت چاره منعه او حرام بللی دی؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: له ابو مغیره بن شعبه رضی الله عنه څخه روایت دی، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی پر تاسو د پلار او مور ازارول او د لوڼو ژوندي خښول حرام کړي دي، او د هغو څیزونو نه ورکول چې پر تاسو واجب دی او د هغه څه غوښتنه کول، چې هغه ستاسو نه دي، همدارنګه ستاسو لپاره ډیرې خبرې کول او ډیر سوال کول او د مال بې ځایه لګښت نه خوښوي. چی په هغه کې خوراکي توکی هم شامل دي. د پورته حدیث له مخې د مال بې ځایه لګښت، هغه که خوراکي توکي وي او یا بل څه، د اسلام له نظره رد شوي دي. خو د هغه بې ځایه لګول، په ناروا او حرامو لارو کې یې مصرفول، ضایع کول یې دي. که چیرته د کرنیزو او خوراکی موادو له بې ځایه لګښت څخه مخنیوي ونه شي، په انسانانو کې د خوراکي توکو د ناامنۍ او د خوارځواکۍ لامل کېږي؛ نو موږ باید د کښت، زراعت او نورو حیواني محصولاتو په ټولو پړاوونو کې جدي پاملرنه وکړو ترڅو چې د خوراکي توکو له ضایع کیدو مخنیوی وشي. که وکولای شو، چې د کښت یا کرکیلې له پړاوه بیا د ګټه اخیستنې تر پړاوه پورې، د خوراکی توکو د ضایعاتو په کچه کې ټیټوالی راولو، نو د خوراکي توکو او تغذیې په امنیت کې ښه والي راوستلی شو.
د خوراکي توکو په کښت او تولید کې د تنوع او بیلابیل والي ارزښت: ددې لپاره چې د خوراکي توکو امنیت پر ځای وي، انسان باید د خوراکي توکو له بیلابیلو ډولونو څځه ګټه واخلي. که چیرته یو ډول خواړه، د بدن د اړتیا یوه برخه پوره کولای شي، مګر ځیني نور یې بیا دبدن د اړتیا وړ نورې برخې خوندي کوي. ددې لپاره چې ډاډه شو، چې د بدن د اړتیا وړ انرژي، پروتین، ویټامین او منرال باید زموږ بدن ته ورسیږي، نو باید د خوراکی توکو له بیلابیلو ډولونو څخه ګټه واخیستل شي.
د اسلام په مبین دین کې هم په کښت او هم د خوراکي توکو، لکه: حیواني، نباتي، سمندري او داسې نورو برخو کې تنوع غوښتنه شوې ده. مسلمان انسان کولی شي، چې حرام او حلالو ته په پام سره له هر ډول خوراکی توکو څخه په ښه ډول ګټه واخلي. قرآنکریم هغه کسان په کلکه سره محکوموي، چې یو شمیر خواړه یې پر ځان حرام کړي دي. قرآنکریم په دې برخه فرمایلې: ژباړه: «اې هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی، هغه پاک څیزونه، چې الله تعالی ستاسو د ګټې لپاره تاسو ته روا کړي دي، حرام مه ګڼئ او له حد څخه تیری مه کوئ، ځکه الله(جل جلاله) له حد څخه تیري کوونکي کسان نه خوښوي.» همدارنګه تنوع او بیلابیل والی او د ډول ډول میوو، باغونو او ونو ورته والی د الله تعالی له نعمتونو څخه ګڼل کېږي؛ په دې اړه الله تعالی فرمایلې دي: ژباړه: او الله هغه ذات دی، چې د ونو مخ پوره(هسک) او پر ځمکه پراته خپاره(د انګورو) باغونه پیدا کړي دي او کجوري(خرما) او کښتونه یې زرغونه کړي دي، چې له هغو څخه راز راز خواړه ترلاسه کېږي او د ښوون(زیتون) او انارو وني یې پیدا کړې دي، چې د هغو میوې په رنګ سره ورته او خوند کې بیلې وي. د هغو له پیداوارو څخه وخورئ، چې کله میوه ونیسي او د الله حق اداء کړئ، چې کله یې فصل وریبئ او له حده تیری مه کوئ، ځکه چې الله له حده تیریدونکي نه خوښوي. الله تعالی(جل جلاله) په دې مبارک آیت کې د مسکینانو او مستحقو خلکو د حقونو د ورکړي او د اسراف نه کولو په صورت کې د بیلابیلو نعمتونو او میوو څخه د ګټې اخیستنې امر کړی دی. د قرآنکریم په(عبس) مبارک سورت کې د اته ډوله خوراکي توکو یادونه شوی ده، چې د اسلام د پاک دین دا برخه، خپله هم د خوراکي توکو د رنګارنګۍ او تنوع د ارزښت په برخه کې بسنه کوي. دا چې د اسلام دین یو فطري دین دی، نو د بشر ټول فطري اړتیاوې، له افراط او تفریط پرته د آسماني خارق العاده قانون سره سم، د هغوئ د ګټو خوندي ساتلو ته په پام سره، د اعتدال په بڼه پوره کړې دي. د میوو، سبزیو، حبوباتو له ډولونو، همدارنګه د هغوئ د ګټو یادونه او له بل څځه د هغوئ د ښه والی او ګټورتیا ذکر، زموږ د دغې ادعا لپاره تر ټولو یو ښه ثبوت کیدای شي.
نو پردې بنسټ، د کرنیزو توکو په کرکیله کې تنوع، ددې ترڅنګ چې د خوراکي توکو او د ښې تغذيې امنیت د انسانانو لپاره برابروي، له کرنیزې ځمکې څخه د ډیرې ګټې اخیستلو امکانات هم برابروي.
لیکنه: شاه محمود درویش