د قطر خارجه وزیر: د نړیوالو غبرګون د غزې په هکله د شرم وړ دی

عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): د قطر خارجه وزیر نن یکشنبه د خپل فرانسوي سیال کاترین کولونا سره په دوحه کې ګډ خبري کنفرانس درلود. محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په خپل وینا کې وویل:” په غزه کې د اسراییلو بمباري د منلو نه ده او په وړاندې یې د نړیوالو غبرګون د تاسف او شرم وړ دی. هغه زیاته کړه چې د خپل فرانسوي سیال سره یې د بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي او د بشري مرستو په هکله یې خبرې کړي.”

همداراز د فرانسې خارجه وزیر هم په خپل وار سره وویل: “فرانسې د اوربند په ګټه رایه ورکړې ده  او امنیت شورا باید خپل مسؤلیت په غاړه واخلي. باید انساني حقوقو ته درناوی وشي. د ولسي وګړو څخه ساتنه وشي او د غزې د خلکو د درد او غم کمولو لپاره کار وشي.  موږ غزې ته د مرستو رسولو حمایت کوو. د قطرې چارواکو سره مو د اړینو مرستو پر رسولو بحث او مجلس درلود.”

له هغه وروسته چې حماس یو شمېر اسراییلیان اسیران کړل، د ځینو هیوادونو دوه تابعیته وګړي هم د اسیرانو په لیست کې شامل دي. چې پکې یو شمیر فرانسویان هم دي. د فرانسې خارجه وزیر هڅه کوي، قطر وهڅوي چې حماس تر فشار لاندې راولي تر څو فرانسوي اسیران ازاد کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button