د امریکا په اوهایو کې ۶ کسان په یو برید کې مړه او ژوبل شوي دي

عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): د نیویارک پوسټ د خبر پر اساس ۶ کسان د اوهایو ایالت په سینسیناتي ښار کې د یو برید په نتیجه کې مړه او ژوبل شوي دي.

دغه برید تېر ماښام د وست اند په سیمه کې ترسره شوی چې پکې یو ماشوم ځای پرځای مړ او پنځه کسان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د دریو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی. د پولیس تحقیقات په دې هکله جریان لري او تر اوسه یې د بریدګر او ټپیانو د هویت په هکله معلومات نه دي خپاره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button