د ملګرو ملتونو تازه راپور: په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ فیصده کمښت راغلی

عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو اړوند د مخدره موادو سره د مبارزې دفتر په خپل تازه خپور شوي راپور کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ فیصده کمښت راغلی.

راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت ځمکه له ۲۳۳ زره هکټاره څخه و شاوخوا لس زره هکټاره ته راکمه شوې ده. دغه کمښت د تېر اپریل میاشتې څخه پیل شوی، کله چې د طالبانو رهبر د یاد بوټې کښت ممنوع اعلان کړ.

په دغه راپور کې اټکل شوی چې د افغانستان بزرګرانو د کوکنارو نه کرلو په وجه تر یک میلیارد ډالره درامد له لاسه ورکړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!