اقتصادي مرستیال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مله پلاوي سره لیدلي

عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او مله پلاوي نن یکشنبه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دوکتور امیر عبداللهیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.
د اقتصادي معاونیت له قراره چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي،ښوونیزو، کولتوري او نورو برخو خبرې کړي او پر ګډ کار ټینګار شوی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې دوه نږدې ملګري او ګاونډي هیوادونه پاتې شوي او له یو بله سره یې ګډې سیاسي، اقتصادي او کولتوري اړیکې پاللي دي. برادر وړاندې ویلي چې کابل او تهران دې سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لا پراخې کړي. ده د دواړو هیوادونو د ګډو تخنیکي کمېټو پر جوړېدو تاکید کړی، په افغانستان کې یې ایراني پانګوال پانګونې ته هڅولي او له ایراني لوري یې غوښتي چې افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.
په هغه کتنه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د وارداتو او صادراتو په چارو کې د اسانچارۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو کمېټو پر رامځته کولو ویلي. ده همداشان په ایران کې د افغان کډوالو د نه ځورونې او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د هڅونې ژمنه کړې.
پر دې سربېره په دې ناسته کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې په ګټې اخیستنې ټینګار شوی. دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دې پروژې چارې به چټکې کېږي او د لا همغږۍ په موخه به ګډې کمېټې رامنځته کېږي.