دفاع وزارت: سپین بولدک ته مو روغتیایي ډلګۍ واستولې

عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې دې وزارت خپل روغتیایي پرسونل نن د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته د راستنوشویو هیواوالو د روغتیایي چوپړ په موخه استولي دي.
وزارت وایي چې دا ډلګۍ یې د روغتایي چارو د قوماندان تورنجنرال داکتر محمد طاهر احرار پر مشرۍ د کندهار سپین بولدک ته د راستنېدونکیو هېوادوالو په موخه استول شوي. دوی وایي چې دا طبي پرسونل به د هغې ولسوالۍ د تازه کډوالو لپاره لومړنۍ روغتیایي مرستې چمتو کړي.
د یادې قومندانۍ د عامه اړیکو او روغتیایی خپرونو مدیریت څرګنده کړې، چې د تورن جنرال داکتر محمد طاهر احرار پر مشرۍ، د شهید سردار محمد داوود خان روغتون او د کندهار ولایت ساحوي روغتون روغتیاپالان به د راستندونکو هیوادولو چوپړ وکړي.
مدیریت زیاتوي چې دې طبي پرسونل له ځانونوسره ۳۰ قلمه درمل، ۱۰۰ کارتنه جوس، شپږ امبولانسونه او نور طبي توکي د لومړنیو او ګرځنده روغتایي چوپړونو په پار له ځانونو سره وړي دي.
یاده دې شي چې د ډاکټر احرار په سپارښتنه ساحوي روغتونونو تر دې دمه ۷۵۰۰ ناروغانو ته لومړنۍ مرستې رسولي دي.