قاضي القضات: نړیواله محکمه دې د اسراییلو په اړه بېړنۍ پرېکړه وکړي

عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني پر غزې د اسراییلو بریدونه غندلي او له نړیوالو محکمې یې غوښتي چې ژر تر ژره دې یاد جنایتونه ودرول شي.
د عدلیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې نن یکشنبه د لړم پر ۱۴مه ویل شوي چې اسراییلو په غزه کې زرګونه فلسطینیان وژلي، روغتونونه، جوماتونه، پنډ‌غالي او ملکي کورونه یې په نښه شوي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راځي چې د غزې پر اوسېدونکیو خوراکي توکي، اوبه، درمل او برېښنا بنده شوې او په ناورین کې شپې ورځې سبا کوي.
قاضي القضات څرګنده کړې، چې د اسراییلو ظالمانه کړنې له هر ډول بشري او انساني حقونه ښکاره سرغړونه ده او له نړیوالو بنسټونو او اسلامي هیوادونو غواړو چې له فلسطین سره مرسته وکړي او په دې الهي ازموینه کې غلي پاتې نه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button