ملګري ملتونه: سږکال افغانستان کې ۹۵ سلنه د کوکنارو کرکېله کمه شوې ده

عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې نن یکشنبه په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سږکال د کوکنارو په کرنه کې په سلو کې ۹۵ سلنه کموالی لیدل شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چي د دوی د ارزونې ښيي چې د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت له ۲۳۳ زره هکتارو څخه لس زره اته سوه هکتارو ته راټيټ شوی.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې چې په افغانستان کې د نشه یي توکو له منع کېدو وروسته په دې هیواد کې د نشه یي توکو کرکېله د پام وړ کمه شوې ده.
په راپور کې ټینګار شوی چې د بزګرانو د پیاوړتیا او تاوان ګاللو لپاره دې د بدیلو کښتونو زمینه برابره شي.
له بلې خوا د کونیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادرېدو وورسته یې هڅه کړې چې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو کرکېله صفر کړي.
یاده کوو چې تر دې وړاندې هم ګڼو بې پلوه بنسټونو او څېړنیو مرکزونو ښودلې وه چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت صفر شوی. د اسلامي امارت مشرتابه هرځل ویلي چې د نشه یي توکو پر وړاندې یې مبارزه ریښتینې ده او په دې برخه کې د هېچا پروا نه ساتي.