مولانا فضل الرحمان په دوحه کې د حماس له مشرانو سره کتلي

عزم(یکشنبه، لړم ‍۱۴مه، ۱۴۰۲): راپورونه وایي چې د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دوحې ته رسېدلی او هلته یې د حماس له دوو مشرانو؛ اسماعیل هنیه او خالد مشعل سره کتلي دي.
مولانا فضل الرحمان په خپل اېکس لیکلي چې ګوند یې په ډیپلوماټیک او سیاسي ډګر کې د حماس جنګیالیو ننګه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دده ګوند یو شمېر مهمو غړو پر پاکستاني دولت توندې نیوکې کړې وې چې ولې د غزې او فلسطین څرګنده ننګه او ملاتړ نه کوي. جمعیت علمای اسلام خپل حکومت تورن کړی و چې ګوندې د امریکا له ډاره د حماس ننګه نه شي کولی.
لا هم پاکستانی حکومت د حماس او اسراییلو د جګړې په پلوۍ کې بې دریځه دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button