پاکستانی رژیم: په پېښور کې مو هېڅ بې اسناده افغان کډوال نه دی نیولی
عزم(یکشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۴۰۲): د پاکستاني رژیم چارواکي وایي چې پولیسو یې په خیبرپښتونخوا کې هېڅ افغان کډوال نه دی نیولی. د خیبرپښتونخوا ځایي مسووانو ویلي چې د ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته یې هم هېڅ افغان ناقانونه افغان استوګن نه دی نیولی.
د هغه ایالت چارواکي څرګندوي چې د بېرته ستنېدنې بهیر نورمال روان دی او ددې اړتیا نه شته چې کوم څوک دې ونیول شي.
پاکستاني مسوولان وایي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه کړې دي. دوی زیاتوي چې په خیبرپښتونخوا کې له هېڅ افغان سره تاوتریخوالی نه دی شوی او غواړي چې په عادي بڼه خپل هیواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ویلي وو چې د قانوني اسنادو باوجود هم نیول شوي او ربړول شوي.