دروغجنو! هلئ نقابونه واغوندئ . . .

جاوید علي خېل

میډیایي دروغجنو ! که مو پرمخ پوزې وي ، که د شرم سترګې لرئ،که نسب او فراش لرئ، که د شرم او حیاء، ننګ او ناموس،درنښت او کرامت، سړیتوب او عزة النفس په نامه کوم څه لرئ، نو ژر کوئ حیاء مو خوندي کړئ، چې د دیرش ملیوني اولس او څو ملیاردیز انسانیت په وړاندې مو د شرم لباس لویدونکی دی.

هغه خبره چې تاسو ورباندې په دروغو، بي شرمۍ، بي حیایۍ او سپین سترګې دا پنځه ورځې شخوند واهه او ویل مو چې د طالبانو مشر وژل شوی دی ډیر زرده چې په مستند شکل رد او دروغوالی یي روښانه او ثابت شي.

ملا اختر محمد منصور اوږد پیغام ثبت کړی، د خپل مرګ یا ژوبلې په اړه ټول تبلیغات یي رد کړي، دمیدان وردګو پرونۍ پیښې ته یي هم اشاره کړې او په دې ډول یي یوه نړیواله تبلیغاتي ډنډوره او ډرامه دروغ ثابته کړې ده.

نو دروغجنو او کذاب خېلو !

تر هغو چې دا پیغام د طالبانو د نشراتي کميټي لخوا نشر ته اماده کیږي یوازې څو شیبې وخت لرئ، هلئ ژر کوئ، د چادریو او نقابونو په مارکیټونو ورسم شئ، بیه یې مه پوښتئ هسې یي رانیسئ، هلئ سترګې مو پناه کړئ ، هلئ شرم مو خوندي کړئ، چې د اتلس زره قامه په مخکې مو د غاړې جامې لویدونکې او ستر لوڅیدونکی دی.

د اشرف غني او لغړ رژیم لغړو مطبوعاتي ډنډورچیانو ته یي ځکه نه وایم چې پښتانه وایي: لامده به څه لامده شي او یا دا چې لوڅ له بې سترۍ نه ډاریږي، هغوی چې د حیاء او عزة النفس جامې ترې ډالري بړبوکیو وړي شاید دې رسوایۍ ته وارخطا نه وي، خو زما خطاب هغو ته دی چې له دغسې ښکرورو ې دروغ پرانۍ سره بیا دسړیتوب ، حیا، ننګ او عزت ډبره هم تر کوناټي لاندې کوي.

بي بي سي دې بیداره اوسي چې سل کلنې د مطبوعاتي اعتبار جامې یي څيریدونکي دي، د پژواک دانش کړوخېل دې بیدار اوسي چې ددرغګویۍ عورت یي لوڅیدونکی دی، بهیج عثماني چې له یوه لویشت ږیرې سره یي اولس ته دروغ ویل او په فیسبوک یي لیکلي و چې طالبانو هیبت الله اخندزاده سرپرست مشر ټاکلی که یي په سترګو کې دشرم څاڅکی وي لطفا دې خپلې سپیني چشمې تورې کړي.

ډاکټر عبدالله چې له اجرائیه ریاست څخه یي په رسمي ویناپاڼه د اخترمحمد منصور د وژلو خبره کوله، ورته بویه چې زر ترزره د ايټالوۍ دریشي پر ځای لاهورۍ چادري یا عربي زنانه عبا واغوندي.

دروغجنو او کذابانو!

ښه شوه چې الله تعالی د قیامت له رسوایۍ وړاندې په دنیا کې هم ستاسو رسوایي راولېده، تاسو خو دغه دروغجنه ډنډوره په دې نیت راپیل کړې وه چې مجاهدین مشوش کړئ، مګر الله تعالی په خپل تدبیر کې شرمنده کړئ، الله تعالی مو دروغ او منافقت ټول انسانیت ته د لمر غوندې روښانه کړ، الله تعالی طالبانو ته ډیر ښه تدبیر ور نصیب کړ، هغوی له تروش لیمو څخه ځان ته خوږ شربت ساز کړ، هغوی ددښمن یوه نړیواله تبلیغاتي ډرامه په خپله نفعه وڅرخوله، څو ورځې یي ورته شعوري انتظار وکړ، کله چې ددښمن تبلیغات اوج ته ورسیدل، نو په یوه حقیقت روښانوونکي غږ سره یې ددښمن په ټول طلسم د بطلان کرښه راتیره کړه او په دې ډول یي د تل لپاره د کفري میډیا او د هغوی د منافقو محلي ډنډورچیانو کذب او دو رويي ډیره ښه په اثبات ورسوله ، طالبانو شایدپه ډیر پراخ تبلیغاتي کار سره هم د مخالفې ميډیا اعتبار داسې نه وای چیلنج کړی لکه په دې ابتکار سره یي چې چیلنج او په ځمکه وویشت.

د باطل خپلوانو !

خبردار چې حق او د حقانیت وینا ډیر زر رارسیدونکې ده، او باطل شرمیدونکی دی، نو وشرمیږئ، ځیله شئ او لطفا په ځمکه ننوزئ . . .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button