کرېکټ : د زونونو په کچه د کلبونو سیالیو د نيمه پالوبو پایلې

عزم ( شنبه، لېندۍ۱۴ مه، ۱۳۹۴ ل)
نن ورځ د کرېکټ لوبو د زنونو په کچه سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې، د پایلوبو د سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه د بندامیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ وه چې پچه یې د بندامیر لوبډلمشر وګټله او مس عینک لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله .
مس عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۱۰ منډو هدف ورکړ.
بندامیر لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ او پایلوبې ته یې لارموندنه وکړه.
عبدالوهاب د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
دوهمه نیمه پایلوبه د سپین غر او بست لوبډلو ترمنځ وه چې پچه یې سپین غر لوبډلې وګټله او توپوهنه یې پیل کړه.
دوی سیالې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.
بست لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۵ منډې جوړې کړې .
بهار د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
د کلبونو لوبډلو ترمنځ پایلوبه به سبا ترسره شي.
فیصل شینواری