د کندز په امام صاحب کې د ښوونې بهیر

طالبانو د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالی کي د مدرسو د زدکونکو تر مینځ د تقریرونو له سیالیو څخه اخیستي عکسونو پر ټولینیزو پاڼو نشر کړیدي.

ویل کیږي طالبان د مدارسو، او مکاتبو لپاره پخپل ابتکار درسي نصاب هم تصویب کړیدی، او تر خپل واک لاندي سیمو مکاتبو، او مدارسو کي يې عملي کوي، او همدا راز د مکاتبو معلمانو، او مدرسینو ته تنخواوي هم ورکوي.

دا هر څه په داسي حال کي چي دولت طالبان د ښونځیو په سوځولو، او مخالفت تورنوي، خو طالبان نه یواځي دا چي دا تورونه ردوي، بلکه د ولایاتو په لیرو پرتو سیمو کي خلګ تشویقوي چي خپل بچي ښونځیو او مدرسو ته ولیږي، او د عامه پوهاوي په موخه په کلیو، او مساجدو کي غونډي هم جوړوي.

خلګ د د طالبانو له دغه ابتکاره خوشال بریښي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button