Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د اسلامي ادب ګلبڼ نهه پنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۹/رجب/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیت!
د سـپېځلي حقیقت آیـنه دار دی
زما شعر زما د ژوند علمبردار دی
شمس القمر اندېش
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ژوند لاره له تیاره ځنګل تیریږي
بې څراغه یمه، ویره ده او ډار دی!
بهار عیار

ژوند خو ځښاسته ده د شګو په میدان کې
مګر زما په اوږو غرونه – غرونه بار دی
عبدالمجید پل

بې دردۍ دی لکه کاڼی ګرځولی
چې وهلی زړه د کوم حسن ازار دی
محمودي انصار

مینانو ته په سر سترګو منظور دی
تر جانانه پورې درد دی او که دار دی
عباسي جانان

هرې خوا د غم مغل رانه چاپېر دی
دا قرار زړه مې سینه کې ناکرار دی
شرر ساپی

زما زړه دې د یادونو دمه ځای دی!
په دې سرای د لارویو بېروبار دی
زاهد ساپی

تور زلفې يې په مخ باندې راغلي
پيغمبر په حبشيانو کې ايسار دی
زاهد زېري

په دې بدې بې وسۍ کې هم تا غواړي
چې دا زړه زما په لار دی که بې لار دی؟
سایل پاشا

په دنیا کې که انځور د قیامت دی،
انتظار دی، انتظار دی، انتظار دی.
راشد کامران

نور علاج کړي د رنځونو په طبیب تل
زما زړه زما طبیب پسې بیمار دی
حسیني مختار

د ښکلا قاتل پخپله پکې سر خوري
خراسان مې په سـ.نګر، سـ.نګر سينګار دى
اکرام الدین مفتون

دبلال دکړنګولي غږ اذان دی
تور تمونو کډه واخیسته سهار دی
چنار ټکور

په ورغوي کې یې مُسک دي ګلابونه
مجـ.اهد افغانستان ګلُ ګلزار دی!
مهاجر فراهي

توریدلې مرغۍ بیا ځالو ته راغلې
زموږ د کلي په چنار کې یې چغار دی
زاهد شاه انګار

له بې ځایه بزرګيو نه انکار دی
په ایمان مې د تقوا څادر هوار دی
جهادي عمري

ستا پر سر د حيا ډک ټيکری عزت دی
زما پر سر دا سپين دستار زما وقار دی
عبدالقديم نظام

هر سړی دې آیینه و مخ ته کېږدي
خپل عمل باندې خوشحال که شرمسار دی
ابراهیم همکار

پخوا قدر د هوښيار او د عالم وو!
اوس همه واړه عزت د پیسه دار دی.
صديق الله مشال

په رازونو د تخلیق یې جاهل بویه!
چې د عقل په هنداره یې غبار دی
علامه محمدي

د کعبې مثال په لنډو ټکو مور ده
قبله ګاه څوک ده؟خبر نه يې چې پلار دى؟
وارث انځور

په موسم کې د خزان ګلونه ګورې?
کینه ګره! خدای را کړی بل بهار دی.
عتیق الله ممتاز

له تیارې او تروږمۍ نه ورکه لار ده
د وطن په غرو ختلی روڼ سهار دی
هدایت ازمون

د پردي ولات ستومانه مسافره!
بیرته راشه! خپل وطن ګل او ګلزار دی.
قاري یوسف احمدي

ملاووې وتړئ زلمو وطن اباد کړئ
اوس یې وخت رارسېدلی اوس یې وار دی
محمدآغا حیدري

سر خوړلی سل فيصده اعتبار دی
بدل شوی مې د سختو ورځو يار دی
محبوب آغا

زۀ له هېچا ګیله نۀ کومه پوه یم
چې ساتلی مې پۀ خپل قمیص کې مار دی
امین وردګ

زما مخ چیرته د ژوند ګرداب وهلی?
که پریوتی آینو باندې غبار دی!
ساجد سهار

یعقوبي اوښکې به دومره فایده نکا
زلیخا په داؤ وهلی ورته ښار دی
عبدالغني وفا

د دیدن هیله مې مړه پرته په زړه کې
ستا بیلتون مې اغزن تار مخ ته هوار دی
ریحان اخندزاده

ستا د پاکې مینې ویاړ چې یې ګټلی
ستا ایاس اوس د هر چا د سترګو خار دی
عزیزالرحمن ایاس

د شاعر غزل به څه وي بې له مینې
تصور یې د مینو سترګو ښکار دی
حفیظ الله هاتف

نه خانان یو، نه صوفیان یو، نه مالداره!
هسې ښکلو پر موږ کړی اعتبار دی.
ریحان وردګ

زړه ته ګورم، زړه وروړمه، زړه راوړمه!
محبت کې خو همدغه کاروبار دی
عبدالمجید پل

تورې زلفې یې تروږمۍ د تورو شپو دي
سپین باړخو یې لکه لمر د سپین سهار دی
ګمدل

د عشق لوبې سربازۍ ته درولي.
که منصور وو، که مجنون وو، که اسرار دی
اسرار باچا

محبت درته له کومې خوا تشریح کړم
مکمل په ښایستونو باندې بار دی
مستغفر ګربز

د منکر او د نکير لاره ده ستغه
بيا هم ټولو ته ورتګ پر دغه لار دی
عبدالرحیم غياث

د وجود له تسلسله چې خبر دی
منصوري فکر مې ځکه سر په دار دی
علامه محمدي

زه د ټولې زمانې سترګو ته ګورم
چی موجود دی، له وجود سره یې کار دی
محمدالله تبسم

ستا د در او د دربار منت بار نه یم
ژوند مې هغسې په خپلو اوږو بار دی
شرر ساپی

پر اوږو مي دي مرغانو ځالې کړي
د یو چا مې دومره کړی انتظار دی
حیات همت

راته پاتې یې دا یو خاورین یادګار دی
په دې پورې غرۀ زما د یار مزار دی
دانش ملنګ

یم حساس خپل طبیعت تل ځورولی
اُف، زۀ وسوم زما سیوری پر انګار دی!
نسیم ایثار

ګل وژونکی، ترقي کولی نه شي!
ورپسې د پسرلي د زړه ازار دی
جهادي عمري

دا چې درز او تندر نه دی پرېوتلی
پرېوتلی د لیلی د زلفو تار دی!
ظاهر شینواری

د اشغال د تروږمۍ ګډه ترې بار ده
ګران هېواد باندې راغلی سپین سهار دی
وفیق اشنا

خود، ساتل د دې نظام را باندې فرض دي
آبادۍ ته د هیواد هم کار په کار دی
نسیم منصور

کله سر کله سينه باندې روان وي
خدايزده! دا سړى ښامار دى، کۀ خمار دى
مخمور حلاج

له جامو یې د مستي د څاڅکو بوی ځي
دا په خولۀ چې یې ظاهره استغفار دی
عبدالرحمن غضري

دا سړی دومره د عشق ليونی دی
ستا نامه اخلي او پاس پورته په دار دی
ضيأ ضمير

ستا له شونډو د لفظونو موسیقي سوه
بدرګه یې د مرغیو چوڼهار دی
سید محمد صدیق

ستا راپورې پور خو هغسې باقي دی
عفوه غواړم د عمل کلی مې خوار دی
سیف صدیق

ستا په سر یې چې هر درد په اوږو بار دی
ستا په سر دار ته تيار دی ستا نثار دی
احمدالله نثار

پاړوګر نظر دې زړه زما ولجه کړ
ستا د سترګو په حلقو کې را ایسار دی
خالد ریحان ببری

لکه وي چې د کعبې له رنګه جوړې
ستا له سترګو مې طواف کړی بار – بار دی
اسرار عمر

یا به ما بایلې یا تا بایلمه یاره
زموږ مینه – مینه نده ، سم قمار دی
مخبت وردګ

پرزېدلی دی د زړه د رنځ بېمار دی!
چې خوړلی یې دېتا د بڼو وار دی.
خالد احسان

خپل پرهر – پرهر زخمونه پرې ګڼډمه!
راسره ستا د ورېښمینو زلفو تار دی
رحمت الله ګرم

ستا د حسن په بازار کې یو ملنګ دی
ستا دیدن ته لۀ کلونو انتظار دی
فاروقي خپلواک

زندګي یې د کیفیت پر پوله ناڅي
ستا مین، ستا په خبرو مست خمار دی
هدایت ازمون

د پخوا غوندې د ژوند مزه یې نشته
نازولی دې وتلی اوس له کار دی
یعقوب شجاع

د غمونو درنې پلنډې پۀ اوږو وړم
تنها نۀ يمه، دا ستا ياد مې همکار دی
احسان ژمن

زه غني یم، مګر ستا په تصور یم!
دا زما د بیانونو اختصار دی
بهار عیار

چې په ژوند پورې یې ستا ژوندون تړلی
راشه هغه نازولی دې بېمار دی
جانان خدرخېل

هغه ګورې؟ هغه زما د زړه کرار دی!
هغه زما د ماتو هیلو ستن او تار دی.
سید اکبر عفان

په دا پورې خړ کمر د وينو څاڅکي
دا خو هغه د شهيد لالي مزار دی
ساجد غزنوي

چې یې دود کړل ښایستونه د خدای لار ته
دا د هغه قربانیو روڼ سهار دی.
عبدالرحمن ادریس

چې د زړه آیینه زما پرې ښایسته ده
د زړه سر زما د دوو کونو سردار دی
ابراهیم همکار

کامیابي د هغه چا ده چې عالم وي!
بې تحصیله انسان هسې خوار اوزار دی!
صفي الله رائد

د انصاف تله همېش د هغو لاس کې
چې د بل تر آس یې خوښ دا خپل حمار دی.
عبدالغني وفا

کار لری نۀ شې پۀ هېچا د ښو بدو
یاره دا څۀ بې پرسانه غوندې ښار دی
کلیم الله ذاکر

هوښیارانو ستا د عشق اخستی بار دی
نامراده خلکو کړی ترې انکار دی
وحیدالله وحیدي

ما در وغواړه، ملنګ دې د دربار یم!
تل مې کړی په همدې خبر اصرار دی
مامون

پرې ورېښمو له سپوږمۍ سایه نیولې
دا تورتم ګورئ د څو ښکلو دیار دی
قائد افغان

د یاغي نړۍ باغي سردار ته وایه
در روان مې مجـ.اهد کرار – کرار دی
واقد احرار

امـ.ارت د ټول امت محور د هیلو
انـ.دلس او فـ.لسطین یې انتظار دی
طالب العلم زابلي

منصوری چیغې مې بیا تر غږو راغلې
بیا چا کړی د خوږې مینې اقرار دی
سیحان کندهاری

چې زړګی پرې له غمونو قرار مومي
د قرآن تلاوت ډېر خوږ د سهار دی
افتخار احمد صديقي

دنګ زما د یار په شان دی څانګې – څانګې
په ما ګران ځکه د بر کلي چینار دی
نوراني تڼیوال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button