افرین په طالبانو / محمدامین بسمل

لیکوال: محمد امین بسمل
طالبانو د خپلې وروستۍ اعلامې په واسطه روښانه کړه، چې دوی بې له الله تعالی ج بل چاته نه تسلیمیږي.
البته (طالبان بې له الله تعالی ج بل چا ته نه تسلیمیږي)دا زمادهغې لیکنې سرلیک هم و، چې دمتکبیراوناکام جان کمپل دڅرګندونو په وړاندې مې رسنیو ته یوه میاشت وړاندې ورلېږلې وه.
طالبان بې له الله تعالی بل چا ته نه تسلیمیږي
خپلې لیکنې ته راګرځم اویوځل بیا دطالبانو په شهامت افرین وایم دوی واقعأ خپل افغانیت او استقلالیت په ثبوت ورساوه.
افغانیت په دې مانا، چې دوی په رښتیا دګران افغانستان سرښندویان اودخپل لوړافغاني غرورممثلین هم دي.
استقلالیت په دې مانا، چې د وروستۍ اعلامې له لارې یې نه یوازې دهغو ټولوبدسترګواوسپین سترګوخولې ورکږې کړې، کوموچې طالبان دپاکستان لاسپوځي بلل، بلکې پاکستان ته یې هم نه جبرانېدونکی پټاني ګوزارهم ورکړ او دنړۍ په مخ یې پاکستاني خودفروشه سیاستوال په کافي اندازه وشرمول.
طالبانو دهمت توره وپړکوله اوخپله اصلي مرجع یې دقطر سیاسي دفتر وښود البته دا زما هغه لوی ارمان و، چې دپګواش له غونډې مخکې مې هم دیوې لیکنې په وسیله له طالبانو څخه غوښتي و، چې سیاسي دفتر مو همدا قطر بهتر دی او که مخامخ خبرې کوئ نو یوازې به له امریکایانوسره خبرې کوئ هغه هم له پاکستانه لرې لرې.
دسولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس
یوځل بیا له ټولوهیوادپالو طالبانوڅخه هیله کوم، چې خپل منځي ستونځې وړې وبولی اودخپل کړېدلي ولس او ګران افغانستان دنجات په پار د قران پاک تر ۳۰ شو سپارو راتاو، یواوبل ته د اخوت لاسونه ورکړي تر څو دا شرمېدلی او ذلیل یرغلګر تېښتې ته اړیستل شي.
زه هیڅکله دا نه منم، چې طالبان په څوډلووېشل شوي خو دامنم، چې طالبان پخپلو کې یوڅه خوابدي شوي دي او داهم دمکار دښمن په لمسون.
طبعي ده، چې وروڼه هم پخپلو کې مروريږي خووروسته بیاسره پخلا شي اوس نوپه طالبانو ده، چې په جدایي او خوابدي کې خپل زوال ته سم ځیر شي د دوی له زوال سره د ګران افغانستان زوال تړلی ځکه بولم، چې دوی دافغانستان دملا تیر ګڼل کیږي.
دملا تیر چې مات شي بیا نو انسان له فلچ سره حتمي مخامخ کیږي ولو که پښتۍ یې یوه هم نه وي ماته شوې.
ما په نورو لیکنو کې هم زموږ نورو وروڼو قومونو ته د پښتۍ خطاب کړی دی نوهغوی هم باید دملا دتیر خیال وساتي که نه نو دملا دتیر له ماتېدو سره به هره پښتۍ بې مانا او بې ارزښته شي.
زما له درنو لوستونکو څخه د یو افغان په صفت داهیله ده ، چې له طالبانو سره انساني اوهیوادنۍ مرسته وکړي داسې مرسته ، چې زموږ دملي حاکمیت، ملي ګټو او نوامسو د حفظ سبب وګرځي.
راځئ، چې د طالبانو نیمکړتیاوې ورپه ګوته او په ګډه له دې غم ځپلي کورڅخه دغم ټغر ور ټول کړو.
باید زیاته کړم، چې طالب نن هغه پرونی طالب نه دی نننی طالب په لمبوکې پوخ شوی اوزموږټولو مرسته منلی شي نو راځئ چې د خوابدو طالبانو ستونځه ور حل او یو ادرس منلو ته یې تشویق کړو.
په پوځي لحاظ خو هغه دی طالبان په خورا غښتلي موقف کې قرار لري خو که د خپل منځي خپګان ستونځه یې حل او صرف په یوو سیاسي ادرس سلا شي نو ډېر ژر به ان شا لله تعالی دخپلواکۍ غونچې غونچې ګلان په خپل ځورېدلي ولس وشیندي.
درنو لوستونکو!
زموږ په کلي کې به یوې زړې ښځې چې نازکه آبۍ نومېده د کوچنیانو نذر یا نظیر ور وچاوه او ورته وېیل به یې، چې وچ نظیر وچ که به د شین سترګي وي، که به د برګ سترګي وي، که به دسپین سترګي او که به د خړ سترګي وي خدایه په غرو او په رغو یې کړې نو یو موټی وړه به یې له سره ورتاو او دبرنډې یا دهلیز په چت به یې په شیدت سره ور وویشتل نو سبا به هغه ماشوم روغ رمټ ګرځېده.
اوس نوزه وایم، چې که ښي اړخي دي، که کیڼ اړخي اویاکوم نورڅوک نودخدای ج اوګران افغانستان په خاطر له طالبانو سره دې جوړ راشي ترڅو زموږ ویاړلی اوتاریخي هیواد وژغورل شي.
راځئ، چې داخپل ملي ناموس د ملي یووالي او پخلاینې په زور وساتو.
ای زما ګرانو خویندو او وروڼو!
پخپله قضاوت وکړئ تاسې اوخدای ج چې، د طالبانو په دا وروستۍ اعلامیه کې څومره د ملي غرور انځورګري شوې اوڅومره د ویاړځای دی، چې د مکاردښمن په سینه یې د خوشال خان خنجر ورننېست اوټولې نړۍ ته یې داڅرګنده کړه، چې له نېکه مرغه افغانستان یتیم نه دی ګران افغانستان خپل وارثین لري زموږدانومیالي وارثین د احمد او میرویس خان په ټغر رالوی شوي، دوی به هیڅکله زموږ دهیواد دښمنان ونه مني.
په اخېرکې یوځل بیا زموږله باتوروطالبانوڅخه مننه کوم، چې په خورا لوړشان یې خپل افغاني موقف تمثیل کړ.
د رسنسو له درنوچلوونکوڅخه په درناوي هیله کوم، چې دا درۍ واړه لینکونه له دې لیکنې سره یوځای خپاره کړي ترڅو زما احساس او بې طرفي درنو لوستونکو ته ثابته شي.
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21262
مننه او کور ودانی
الله تعالی مو دې ژر تر ژره دخپلواکي څښتنان کړي
الله امین یارب العالمین