دنړۍ د ۱۰ هیوادو د ولسمشرانو لوړ معاشونه

د اقتصاد پاڼې «ویسټی رو» د نړۍ د ۱۰ هېوادونو د ولسمشر انو لوړ معاشونه نشر کړي دي .
په دې منځ کې «لی هسین لونگ»،د سنګاپور ولسمشر دي چې (یو میليون او اووه) لکه امریکايي ډالر کلنی معاش ترلاسه کوي ، د العربیه تلویزیون خبري چینل د خبر په بنیاد چې له ویسټي رو نه په نقل سره وايي له لونګ نه وروسته ، بارک اوباما د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دي چې څلورلکه امریکايي ډالر دیوه کال معاش اخلي چې دویم مقام لري ، وسټان هرپر د کاناډا ولسمشر چې دوه لکه شپیته زره امريکايي ډالر دکال معاش لري چې دریم مقام کې حسابیږي :
د دغو ۱۰ تنو ولسمشرانو کلني لوړ معاشونه په لاندې ډول ترتیب شوي دي :
۱ـ لی هسین لونګ ( سنګاپور) ۱۷ لکه ډالر
۲ـ باراک اوباما (آمریکا) ۴۰۰ زره ډالر
۳ـ سټفان هارپر(کاناډا) ۲۶۰ زره ډالر
۴- آنګلا مرکل (جرمني) ۲۳۴ زره ۴۰۰ ډالر
۵- جاکوب زوما (جنوبي آفریقای) ۲۲۳ زره ۵۰۰ ډالر
۶ـ ډیوډ کامرون (برطانیا) ۲۱۴ زره ۸۰۰ ډالر
۷ـ شینزو آبه،(جاپان) ۲۰۲ زره ۷۰۰ ډالر
۸ ـ فرانسوا اولاند (فرانسه) ۱۹۴ زره ۳۰۰ ډالر
۹ـ ولادیمر پوټین (روسیه) ۱۳۶ زره ډالر
۱۰ـ ماتیو رینزی (ایټالیا) ۱۲۴ زره ۶۰۰ ډالر
سمیع شینواری