ډګر جنرال محمد افضل لودين د دفاع وزارت ته ونومول شو

عزم کابل (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی چې د ګډ حکومت ولسمشر ډاکټر اشرف غني ډګر جنرال محمد افضل لودين د دفاع وزير په توګه نومولی دی.
د ولسمشر ۍ ماڼۍ وياند اجمل عابدي نن خبریالانو ته وويل چې ولسمشر دغه ټاکنه نن کړې او راتلونکو څو ورځو کې به ولسي جرګې ته دباور رايې اخيستو لپاره معرفي شي.
د یادولو وړ ده چې نوموړي دفاع وزارت مختلفو پوستونو کې کار کړی دی خو عابدي نور تفصیل تردې دمه نه ده ورکړی .
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button