په لوګر کې يوې نګور له خپلې خواښې سر غوڅ کړی

عزم دوشنبه د ۱۷وري۱۳۹۴/ دغه پېښه د لوګر ولایت برکي برک ولسوالې کې رامنځته شوې .
د محلي رسنیو د خبر په استناد دپېښې لامل نده څرګند خو دغې ته ورته پېښې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته کیږي .
خبر ځاي زیاتوي چي د وژل شوې ښځې نګور لومړی د خپلې خواښې په ګرم تنور کې د سوزولو هڅه وکړه چې ونه توانیده بیا يي په چاړه ترې سر غوڅ کړ
تر لاسه شوي معلومات زیاتوي چې د خواښې په وژلو کې یوازې نګور نه بلکه زوي يي هم شامل وه .
امنیتي چار واکو د پېښې په تړاو تر دې مه کوم اقدام ندی کړی .