د ویده کيدو په وخت کې د پیاز پټوکی په جورابو کې کیږدئ

طبي څېړونکو ويلي دي چې کله ویده کیږي نو خپلو جورابو کې د پیازو پټوکي کېږدئ ځکه چې د پښو په تلیو کې ډیرې عصبې ریشتې وجود لري چې هغه د بدن ټولو داخلي غړو پورې تړل شوي دي .
تر ۷ زرو پورې عصبي ریشتې د تاسو د پښو تلیو پورې وصل شوي دي چې هره یوه ریشته د بدن دننیو یعني داخلي غړو ته غزېدلي دي .
دا ددې لپاره ، چې تاسو ډېری وخت بوټونه او یا جورابې په پښو کړي وي نو د تاسو دغه عصبي سلسله خپل عادي کار نشي انجامولی، تر کافي اندازې پورې خپل حرکت نکوي، نوله همدې امله طیبي ماهرين وايي چې ډېری وخت لوڅې پښې ویده کیږي او یا مو پښې ډېروخت بوټونو کې پټې مه ساتئ ، او یا تر یوې اندازې لوڅې پښې مزل کوي ترڅو د عصبي ریشتود حرکت باعث شې او هغه ریشتې سره وخوزوي .
نو د «هلتی وایلداند فری» ویب پاڼې د راپور په حواله یوه له هغو مؤثرو لارو څخه هغه لار دادي چې داخلي عصبي ریشتې تصفیه کوي د پیاز یا هوګې پټوکی د ویده کیدو په مهال جواربو کې کیږدئ .
پیاز او هوګې کې دغه خاصیت موندل شوی دی ، چې عصبي ریشتې تصفیه کوي اووینه کې باکتریايي میکروب وژني .
کېښودل دپیازو او یا د هو ګې هغه کیفیت لري چې په پوستکي باندي میکروبي باکتریا وژني ، او (اسید فسفریك) چې د پیازو یاو هوګي وړولو په مهال له سترکونه اوښکې راولي او د سترګو د سوزیدولامل ګیږي نو د پیاز یوه حصه د پښو په تليو باندي چې ټولې عصبي ریشتي ورپوري تړل شوي دي له دغې لاري ټولو ریشتو او وینه کې موجوده باکتري میکروب تصفیه کوي .
سمیع شینواری