د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران په پیکېنګ کې سره ګوري
عزم(پنجشنبه، وري ۱۷مه، ۱۴۰۲): راپورونه وایي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره نن په پیکنګ کې ګوري.
تمه ده دواړه چارواکي پر ډیپلوماټیکو اړیکو، د سفارتونو پر پرانیستې او نورو یو شمېر مسایلو بحثونه وکړي. تر دې وړاندې په نږدې یوه اوونۍ کې دوه ځله د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې سره کړي دي او ژمنه یې کړې وه چې د روژې په مبارکه میاشت کې به سره وویني.
په دې وروستیو کې د چین په منځګړیتوب د دواړو هیوادونو اړیکو پراختیا موندلې او دا دی نن د اپریل پر شپږمه د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د چین په پلازمېنه پیکېنګ کې سره ویني. دا له تېرو شاوخوا ۷ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د سیمې د دغو دوو سیالو هېوادونو ډیپلوماتان مخامخ سره ګوري.
د نړیوالو چارو شنونکي وایي چې دا د ایران لپاره ښه فرصت دی چې د سیمو له هیوادونو سره بېرته خپلې ترینګلې اړیکې ورغوي او شته مایوسۍله منځه یوسي. د شنونکو پر باور چې له دې سره به ایران له نړیوالې انزوا څخه وژغورل شي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه په ایران کې خپل سفارت وتاړه چې ایران کې معترضانو د یوه شیعه مذهبي مشر شیخ نمر النمر د اعدام په غبرګون کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ادارو یرغل وکړ.