سیګار: امریکا په افغانستان کې د نشه يي موادو د سرویې لپاره ملګرو ملتونو ته ۲۴ میلیونه ډالر ورکړي

عزم (شنبه، ۱۶/۲/۱۴۰۲): د افغانستان د بیا رغونې لپاره امریکایي بنسټ (سیګار) وايي چې امریکا به افغانستان کې د نشه يي موادو د سرویې لپاره ملګرو ملتونو ته ۲۴ میلیونه ډالر ورکړي دي.
سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې لیکلي، چې افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ملاتړ پروګرام محدود شوی او اوس په غیر مستقیم ډول مرستې کیږي.
راپور کې زیاته شوې چې: امریکا په تېر یو کال کې افغانستان سره د نشه يي موادو د مبارزې په برخه کې ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې چې ۲۴ میلیونه ډالر یې ملګرو ملتونو ته په یاد هېواد کې د نشه يي موادو د سرویې لپاره ورکړل شوي.
د دې ترڅنګ ۴.۸ میلیونه ډالر په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو پر خلاف د عامه پوهاوي لپاره مصرف شوي دي.
بل لور ته یو شمېر شنونکي نیوکه کوي چې امریکا خپلې مرستې ناسمې مصرفوي.
له مخدره موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر ظفر وايي: د نشه يي موادو نړیوال خطر ته په کتلو سره لازمه ده چې ملګري ملتونه او امریکا له اسلامي امارت سره همغږي شي.
د ده په خبره: «دا چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، نو کولی شي په ډيرې اسانۍ نشي مواد له منځه یوسي.
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د سیګار د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.